کورپاڼه / اسلام / د اوداسه ترتیب
اودس

د اوداسه ترتیب

 د مخ، لاسونو، پښو او د سر مسح ته اودس ویل کېږي. مونږ ټول د اودس کولو او لمونځ سره پوره بلدتیا لرو، او په روغتیایي لحاظ هم اودس ګڼ شمېر ګټې لري، چې په نورو لیکنو کې پرې پوره بحث وشي. په دې لیکنه کې مونږ د اودس کولو په ترتیب غږېدلي یو، او ګونډې د دې لیکنې په لوستلو ستاسې ډېرې پوښټنې ځواب شي.

١ـ د اودس پیل لومړی به د اوداسه په نيت بسم الله الرحمن الرحيم کوو.
٢ـ بیا  دواړه لاسونه به تر مړوند پورې درې ځله پرېمنځي .
٣ـ وروسته  مسواک يا د شهادت ګوته به په خوله کې ووهي ، او په ښي لاس به درېوارې( کرته) خولې ته اوبه واچوي او غړغړه به وکړي.
٤ـ او بیا  په ښي لاس به درې وارې(کرته) په پوزه کې اوبه واچوي ،او په چپ لاس به پوزه سوڼ کړي او پاکه به يې پرېمنځي .
٥ـ درې ځله به ټول مخ په دواړو لاسونو پرېمنځي . مخ د تندي د ويښتانو د بېخ له ځايه څخه تر زنې لاندې ، او د يو غوږ د نرمۍ څخه د بل غوږ د نرمۍ پورې دي .
٦ ـ  که ږيره ګڼه وي نو حلال به يې کړي او که رنګۍ وي ، نو کوښښ وکړي، چې د ويښتانو بېخو ته اوبه حتمی ورسيږي.
٧ ـ بيا به دواړه لاسونه ، لومړی ښي لاس او بيا به کيڼ لاس د څنګلو سره پرېمنځي .
٨ ـ د لاسونو ګوتې به خلال کړي . که چېرې ګوته ، بنګړي او ګړۍ په لاس وي ، له خپلو ځايو څحه به يې ښکته پورته وخوځوي تر څو ترې لاندې ځايونه لامده شي .
٩ـ بيا به دواړه لاسونه لامده کړي او ټول سره به له اوله تر آخره پورې مسح کړي .
١٠ ـ  بيا به په غټو او مسواکي ګوتو سره د غوږونو ظاهري او دننه برخه مسح کړي .
١١ ـ بيا به لاسونه لامده کړي، او د هر لاس د درې ګوتو په شاه به غاړه مسح کړي .
١٢ـ بيا به دواړه پښې ، لومړی ښي او بيا به کيڼه پښه د غوزانو سره درې وارې(کرته) پرېمنځي .

د اسلام سپېڅلي دین په په پوهاوي کې ونډه واخلئ، او دا لیکنه اومره چې کولی شئ، شیر کړئ.

 

دا هم ولولئ

مونځ

د هر مسلمان لپاره اړین معلومات!

په اسلام کې یو له اړینو عباداتو څخه چې د مسلمان او کافر توپير په …