کورپاڼه / روغتيا / انار په انسان کې کرکه ختموي
انار

انار په انسان کې کرکه ختموي

انار د بې شانتې ګټې درلودلو سره زړه ته خوشحالي او ارامتيا بښي، او ځينې خلک وایي، چې د انارو کارول په انسان کې کرکه ختموي. او  انار د ګلوکوز او فرکټوز پرته ويټامين اې، اي، کې، بي، کيلسم،سلفر،هم لريو چې د انسان روغتیا لپاره ډېره ګټه لري.

انار د دې نورو طبي ګټو سره د سيل (ټي بي) ناروغي، زوړ خارښت او مليريا هم ختموي او ځينې ښځينه ناروغيو لپاره هم غوره نخسه ده.او د انار نورې ګټې په لاندې ډول دي:

۱ـ که د انار جوس له شيدو سره يو ځای وايشول شي، د پخواني پيچش د ختمولو لپاره تر ټولو ښه نخسه ده.

۲ـ انار د جنين د غورځېدو (اسقاط حمل) د مخنيوي کوي.

۳ـ د وينې د کمۍ ناروغۍ (Anemiaلپاره ګټه لري.

۴ـد زېړی (Jaundice) لپاره ښه مېوه ده.

۵ـ د وينې فشار لپاره ګټه لري.

۶ـ د بواسير ناروغۍ لپاره ښه ده.

۷ـ د هډوکو او بندونو د دردونو (Arthritis) کې هم کارول کېږي

۸ـ که د انار جوس له شاتو سره يو ځای (Biliousness) تبه کموي.

۹ـ د پنځوس ګرامه انار دانو جوس د نس ناستي او وينه لرونکي پېچش ناروغانو لپاره ښه ده.

۱۰ـ د زړه د ناروغيو لپاره ښه ګټور دی

۱۱ـ د انار جوس ارام بخښونکی شربت دی.

۱۲ـ د انار دانو جوړ شوی شربت (Dyspepsia) معدې ته ډېر ګټور دی.

۱۳ـ خوږ انار د زړه قبض ماتوي.

۱۴ـ انار جنسي کمزوري لمنځه وړي

۱۵ـ د کم خونۍ مخه نیسي

۱۶ـ لکه څرنګه چې دغه مېوه په زیاته کچه انتي اکسیدان لري، نو آزاد راډیکالونه په ډېره آسانۍ لمنځه وړي.

۱۷ـ که غواړئ چې غاښونه مو منګ ونه نیسي، نو هره ورځ یو ګیلاس د انار اوبه وڅيښئ.

۱۸ـ د انار اوبه کولای شي، چې هغه کسان له ستونزې سره مخ کړي، چې د وینې ټيټ فشار لري.

۱۹ـ انار ښايي د وینې پر فشار اغېز وکړي.

دا هم ولولئ

دوه هګۍ او زنګون

دوه هګۍ راواخلئ او پخپلو پښو او د زنګانه په سترګه یې ووهئ

ویل کېږي چې د بدن هر بند د ځانګړي اهمیت لرونکی وي خو د زنګانه …