کورپاڼه / بېلا بېل / د ده لپاره چې مخ کې مو ګونځې پیدا نشي څه وکړو؟
ښکلا

د ده لپاره چې مخ کې مو ګونځې پیدا نشي څه وکړو؟

په اوو ورځو کي مو د مخ ګونځې ختمې کړئ:

 

ښکلا د هر چا حق ده، او هر انسان غواړي چې ښکلی واوسي. او د ځوان، تازه او ښکلي پوستکي لرل زمونږ د ظاهري ښکلا ځانګړنه ده.

زمونږ د مخ پوستکی د بیلابیلو علتونو له امله ګونځي کیږي لکه زړښت او نور لاملونه.

 

د ده لپاره چې مخ کې مو ګونځې پیدا نشي څه وکړو؟

۱ـ  د ورځې ۸ ګیلاسه اوبه وڅښئ

۲ـ کوښښ وکړئ له لمر نه ځان وساتئ

۳ـ له سګرټ څکولو ډډه وکړئ

۴ـ له ۸-۶ ساعتو پورې په شپه او ورځ کې خوب وکړئ

۵ـ په ورځني ژوند کې ستړیا او دماغي فشار ستاسو دغو ګونځو ته پراختیا ورکوي

۶ـ هڅه وکړئ له اندیښنو ځان وژغورئ، او ځان خوشاله وساتئ.

خو دا پر مخ پرتې ګونځې بیا بې خپل تاثیر د انسان په روحیه او د ښکلا په له منځه وړلو کې لري.

 

که چیرې د مخ پوستکی مو ګونځې لري، او که غواړئ چې په راتلونکي کې ګونځې نه شي، مونږ تاسو ته دلته یو طبیغي ماسک در پېژنو چې کولو سره به یې مح ته مو یو نوی رنګ او خوند ورکړئ.او د ډاګترانو په وینا دا ماسک بالکل طبیعي ده، چې هېڅ ډول تاوان نه لري.

– د اړتیا وړ توکي په لاندې ډول دي:

۱ـ څلور قاشوغه واسلین

۲ـ  دوه قاشوغه شات

۳ـ دوه دانې د چرګې هګۍ زیړ

۴ـ درې قاشوغه د زیتون غوړي

۵ـ دوه قاشوغه د لیمو اوبه

– د جوړولو طریقه په لاندې توګه ده:

 

لمړی واسلین Vasselin د حرارت په وسیله ګرم یا ویلي کړئ، او بیا شات، لیمو، د زیتونو تیل، د هګۍ زیړ ورسره ګډ کړئ، بیا د نیم ساعت لپاره پر خپل مخ ورو ورو وموښئ،  وروسته یې په تړمو اوبو وینځئ، دا کار ۷ ورځې تکرار کړئ، د مخ ګونځي مو به له منځه تللي وي.

دا هم ولولئ

;hfg

د کابل ولایت په اړه په ځينو مهمو خبرو پوی شئ!

کابل ولايت دهېواد په مرکزي زون کې موقعيت لري، چې مرکز يې کابل ښار دى …