کورپاڼه / اسلام / د اوداسه فرضونه او سنتونه
اودس

د اوداسه فرضونه او سنتونه

زمونږ ټولنه یوه اسلامي ټولنه ده، او الحمدالله مونږ ټول له اودس کولو له طریقي سره پوره بلد یو.  د خولې، مخ، لاسونو، پښو او سر مسح ته اودس وایي. کله چې یو مسلمان د لمونځ کولو نیت وکړي، نو لومړی باید اودس وکړي. مونږ د اوداسه فرضونو خپرول څخه ډېر اړین ګڼو چې ګوندې د ځینو خلکو د اوداسه دا اړین مسایل هېر او یا هم زده نه وي. او له بلې خوا د زلمیو او پېغلو لپاره یې شیر کړئ، چې ترې خبر شي.

د اوداسه په اړه په قران شریف او احادیثو کې ډېر ذکر شوی.

په دې لیکنه کې د اوداسه فرضونه او سنتونه ښودل شوي، چې په لاندې ډول دي:

د اوداسه فرضونه څلور دي.

١ ) د ټول مخ پرېمنځل ، چې د تندي د ويښتانو له بېخ څخه تر د زنې تر لاندې پورې او د يو غوږ له نرمۍ څخه د بل غوږ تر نرمۍ پورې. باید پریمنځل شي.
۲ ) د دواړو لاسونو پرېمنځل دي د څنګلو سره .
٣ ) د سر څلورمه برخه مسح کول دي.
٤ ) د دواړو پښو پرېمنځل تر د پړکو يا غوزانو سره.

د اوداسه سنتونه

د اوداسه سنتونه په لاندې ډول دي:

د اوداسه سنتونه ١٣ دي.
١) نيت کول
٢ ) بسم الله الرحمن الرحيم وېل
٣ ) د دواړو لاسونو پرېمنځل  تر مړوندونو پورې
٤ ) د خولې پرېمنځل
٥ ) مسواک وهل
٦ ) د پوزې پرېمنځل
٧ ) د ګوتو په واسطه د ږيرې خلالول
٨ ) د ټول سر مسح کول
٩ ) د دواړو غوږونو مسح کول
١٠ ) د لاسونو او پښو د ګوتو خلالول
١١ ) درې ، درې ځلې د هر غړي پرېمنځل .
١٢ ) په هغه ترتيب د غړو پرېمنځل دي څرنګه چې په آيت شريف کې راغلي دي .
١٣ ) د لومړي وينځل شوي اندام له وچېدونه د مخه ورپسې د بل اندام ويځل دي.

هیله ده چې په خپرولو یې ټولو ته اجر نصیب کړئ!

دا هم ولولئ

مونځ

د هر مسلمان لپاره اړین معلومات!

په اسلام کې یو له اړینو عباداتو څخه چې د مسلمان او کافر توپير په …