کورپاڼه / روغتيا / د بواسیر ناروغۍ لاملونه او درملنه
بواسیر

د بواسیر ناروغۍ لاملونه او درملنه

بواسیر د لوېې کولمې د وروستۍ برخې اړوند د وینې د وریدونو پړسوب، لوېيدل او کله کله سوري کېدل ته وایي.

بواسیر ناروغي بله  بڼه هم لري چې لیدل کېږي نه. او نه هم دردونه لري خو د انسان په داخل کې شتون لري چې د فاضله موادو پر وخت خارجیږي او تیز نیلي رنګ ته ورته رنګ لري.

د بواسیر ډولونه:

دا ناروغۍ دوه بڼې لري، چې په لاندې ډول دي:

۱ـ  خارجي(د مقعد وروستۍ برخه کې وي)

۲ـ داخلي(د مقعد په داخل کې وي)

کې عاجل ډاکټر ته رجوع کول پکار دي، ځکه چې دا د پټ بواسیر نه ډېر خطرناک دی.

په دغه ناروغۍ ښځې او نارینه ټول اخته کېدی شي،خو ډېری کله دا ناروغۍ په عمر پورې هم اړه لري.او د ۴۵ نه تر ۵۰ یا تر دې زیات عمره کسان پرې ډیر اخته کیږي.

د بواسیر رامنځته کېدو لاملونه

ګوندې تاسې ته به هم څرګنده وي، او د شاوخوا له خلکو مو د بواسیر د لاملونو په اړه اورېدلي وي، مونږ یې دلته د ځينو لاملونو یادونه کوو. خو په یاد ولرئ، چې په دې ناروغۍ کې ډاکټر ته باید ژر لاړ شئ، او د ډاکټر ویلو سره سم د یادې ناروغۍ عملیات هم ترسره کړئ.

د بواسیر لاملونه په لاندې توګه دي:

۱ـ د فاضله موادو د وتلو پر وخت زور یا فشار راوستل

۲ـ د اوږدې مودې لپاره کېناستل

۳ـ  د ښځو امیدواري او د مقعد ځای سوزېدل

۴ـ اوږدمهاله ټوخی

۵ـ  اوږدمهاله نس ناستې ناروغي

۶ـ میراثي ناروغي چې د بدن په داخل کې وي

د بواسیر ناروغۍ درملنه:

۱ـ تشناب ته د ژر ژر تلو لپاره زړه ښه کړئ خو په یو وار ډېر وخت مه تېروئ.

۲ـ په خوراکونو کې د فایبر کچه زیاته کړئ، لکه د سبزي او شنو ترکاریو خوراک وکړئ.

۳ـپه مناسبه اندازه پیدل تګ وکړئ ، خو چې یوازې نیم ساعت وي .

۴ـ زیاتې اوبه وڅښئ

 

دا هم ولولئ

دوه هګۍ او زنګون

دوه هګۍ راواخلئ او پخپلو پښو او د زنګانه په سترګه یې ووهئ

ویل کېږي چې د بدن هر بند د ځانګړي اهمیت لرونکی وي خو د زنګانه …