کورپاڼه / ورزش / علي خان:راشد خان د افغانستان لپاره څه وکړل، زه کولای شم په امریکا کې یې د کرېکټ لپاره وکړم
کرکت

علي خان:راشد خان د افغانستان لپاره څه وکړل، زه کولای شم په امریکا کې یې د کرېکټ لپاره وکړم

د راشد خان په څېر کېدل د نړۍ د هر څوان لپاره یوه هیله شوې.چې له دې ځوانانانو څخه یو هم علي خان ده.علی خان د پاکستان په اټک سیمه کې نړۍ ته راغی، او هغه مهال له کورنۍ سره امریکا ته ولېږدېد، چې ۱۹ کلن و.

د علي خان هیله له ماشوم توبه دا وه چې یو ورځ دې وکولی شي، د نورو لوبغاړو په څېر د نړۍ په کچه وځلېږي.. خو دا هیله یې هغه وخت د پوره کولو وړ وبلله، چې د راشد خان په څېر بالر ولید.

د افغانستان کرکټ ملي لوبغاړی راشد خان هغه کس شو، چې د علي خان خوبونو ریښتیا کولو کې یې ورسره مرسته کړې، او دا مرسته داسې وه، چې هر ځل به علي خان راشد خان ته کتل نو دا روحیه به ورسره و، ( هو زه هم کولی شم).

اوس علي خان لومړنی امریکایی لوبغاړی دی چې د کولکته نایټ رایډر له لوري یې د هند غوره لیګ کرېکټ سیالیو (ای پي ایل) کې برخه اخیستې.  اود خپلو خوبونو په ریښتیا بدلېدل ګوري.

”نوموړی وایي، راشد خان د افغانستان لپاره څه وکړل، زه کولای شم په امریکا کې یې د کرېکټ لپاره وکړم. ”

۲۹ کلن خان ، له دې مخکې په کرېبین غوره لیګ کې د ټرینباګو نایټ رایډرز له لوري لوبېدلی دی.  علي خان د کرېبین غوره لیګ تېرو دریو پړاونو کې لوبه کړې او سږ کال یې د اووه اعشاریه ۴۳ په کچه په اتو لوبو کې اته وېکټې ترلاسه کړې دي.

اوس چې د امریکا خان غواړي د خپل همنومي پر پله پل کېږدي او د راشد خان په څېر خپله لوبډله تر نړېوال کپ پورې ورسوي، نو تر هدفه پورې مزل هم ورته معلوم دی او په دې یون کې د خپل رول پر اهمیت هم پوهېږي.  دا د ټولو افغانانون لپاره د ویاړ ځای ده چې د نړۍ لوبغاړي د راشد خان په څېر کېدا غواړي.

دا هم ولولئ

د افغانستان ملي لوبډله

افغانستان د شل اوريزو درجه بندۍ کې شاتګ کړى

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې د نړيوالو شل اوريزو لوبو په درجه بندۍ کې شاتګ …