کورپاڼه / روغتيا / ډنګر خلک باید څه وخوري؟
ورزش

ډنګر خلک باید څه وخوري؟

په نړۍ کې انسانان بېلابېلې هیلي لري. په دې هیلو کې یې یوه هیله دا وي چې غواړي ښکلي تر سترګو شي.د همدې لپاره ده چې ډنګر خلک غواړي چاغ شي، او دا د وزن برابرول ورته په هیلې اوښتې وي. مونږ تاسو ته په دې لیکنه کې هغه لارې چارې درښیو چې په عملي کولو سره یې وکولی شئ، د خپلې خوښې وزن او ښکلا ته ورسېږئ.

دا په یاد ولرئ، چې په هر څه کې باید برابرښت وي، نه دا چې له حده ډېر خوراک او څښاک وکړو، او خدای مه کړه په نورو ناروغیو اخته شو.

۱ـ ورزش کول

ډنګر خلک لومړی تر څه دمخه باید ورزش کول پیل کړي، او په دې فکر سره نه چې ورزش کول نور هم خلک ډنګروي، نه، داسې نه ده . ورزش انسان چاغوي ځکه اشتها یې ډېروي او ډېر خواړه خوري، کله، چې څوک ډېر خوراک وکړي، نو هغه بیا چاغېږي هم.

یو شمېر څېړنو ښودلې، چې ډنګړ خلک باید لږ تر لږه هره ورځ ۴۵ دقیقې تېز پلي مزل، او یا دروند ورزش وکړي. ځکه که ډنګر خلک ۴۵ دقیقې پلی مزل کوي، او یا هم ۴۵ دقیقې یو دروند ورزش کوي، نو پر دې حالت کې به یې د معدې تېزاب په ښه توګه ترشح کوي، او د لوږي احساس به وکړي.
او پر دې پلې مزل کې باید غوړ لرونکې مغزي دانې وخوري لکه؛ د لمر پرست ګل دانې، د فندق دانې او داسې نور.

۲ـ ډېر اوبه څښل

ډنګر خلک دې کوښښ وکړي. له هر یوه ساعت وروسته باید یو څه اندازه اوبه وڅښي.

۳ـ خواږه خوړل
ډنګر خلک باید په لومړۍ میاشت کې له ځان سره خواږه خوراکي توکي ولري او وخت نا وخت یې وخوري.

۴ـ له ګرمو څښاکو خوړلو څخه ډډه کول

بله اړینه خبره دا ده ، چې په لومړنۍ میاشت کې باید ګرم څښاکونه ونه څښي لکه؛ چای، ډېرې ګرمې اوبه او داسې نور؛ ځکه د دې کار تاوان دا دی، چې ګرم څښاک معده مینځي او د بدن قندي توکي له منځه وړي.

دا هم ولولئ

دوه هګۍ او زنګون

دوه هګۍ راواخلئ او پخپلو پښو او د زنګانه په سترګه یې ووهئ

ویل کېږي چې د بدن هر بند د ځانګړي اهمیت لرونکی وي خو د زنګانه …