کورپاڼه / اسلام / د هر مسلمان لپاره اړین معلومات!
مونځ

د هر مسلمان لپاره اړین معلومات!

په اسلام کې یو له اړینو عباداتو څخه چې د مسلمان او کافر توپير په کېږي، لمونځ ده. خو زمونږ د ټولنې وکړي سره له دې چې اسلام یې رسمي دین ده، او په ګڼو مدرسو، مساجدو او مکتبونو کې د اسلام تعلیمات هم ورکړل کیږي، خو بیا هم د لمانځه فرایض، سنت، واجبات او نورو اړینو مسایلو څخه بې خبره، او یا هم هېر کړي مو دي.

 نو راځۍ چې د خپل دین په اړه په ځينو مسایلو ځان پوه کړو، او که مو هېر شوي وي بیا یې تازه کړو.

 

د لمانځه فرضونه

دلمانځه فرضونه شپاړلس(۱۶) دي چې نهه( ٩ ) له لمانځه نه دباندې او اووه( ٧ )په لمانځه کې دننه دي. دلمانځه نه د باندې فرضونه د لمانځه شریونو په نامه یادېږدي. او د لمانځه دننه فرضونو ته د لمانځه رکنونه وايي . د شرطونو ، او د رکنونو د ادا کولو څخه پرته لمونځ نه کيږي.

د لمانځه شرطونه

١بدن مو باید پاک اوسي
٢) د جامو پاکوالی
٣ ) د لمونځ کولو ځای باید پاک اوسي
٤ ) که اودس مو نه وی نو د اودس کول، او که جنب وي غسل کول ، او که اوبه نه وي او يا له استعمال څخه عاجز وي نو تېمم کول.
٥ ) د عورت قسمتونو پټول .
٦ ) د کعبې شريفې په لور درېدل.
٧ ) د لمانځه نيت  کول.
٨ ) تکبير تحريمه یا د لومړی تکبير ویل
٩ ) د لمانځه د وخت داخلېدل

د لمانځه ارکان

١ ) تکبير تحريمه: يعنې د نيت ټړلو په وخت کې، الله اکبر.
۲ ) قرات ، يعنې لږ تر لږه د قرآن شريف يو آيت لوستل
٣ ) رکوع
٤ ) سجده
٥ ) وروستۍ قعده : يعنې د التحياتُ څخه د عَبدُ هُ وَرَسُولَهُ ، پورې د ویلو پورې کېناستل
٦ ) له لمانځه څخه په عمل خپل سره وتل
٧ ) ترتيب دی د لمانځه د هغو ارکانو تر مېنځ چې په ټول لمانځه کې يو ځل راغلي ، لکه تکبير تحريمه او آخره قعده ، او يا د لمانځه په هر رکعت کې يو ځل راغلي دي ، لکه قيام او رکوع .

دا هم ولولئ

زکات

د زکات ادا کولو له حکمتونو ځان خبر کړئ!

زكات د اسلام رکن دی: 1 – : عَنِ ابْنِ عُمَرَ، رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُمَا قَالَ: …