کورپاڼه / روغتيا / مڼه مو د زړه له حملې څخه ژغوري
مڼه

مڼه مو د زړه له حملې څخه ژغوري

د انګلیسي ژبې یوه مشهوره وینا ده، چې وایي: ’An apple in a day, keeps doctor away)) مانا دا چې ورځ کې یوه مڼه وخوره او ځان د ډاکټر ته تلو څخه وژغوره.

بالکل چې همداسې ده، په مڼه کې (سي، بي 2، بي 5، کې، بي 6، پي پي)، کلسیم، منګنیزم، منرالونه، عضوي اسیدونه، پروټینونه، کاربوهایدریت او انزایمونه شته چې زمونږ د بدن روغتیا لپاره بې شانتې ګټې لري.

دلته پوښتنه دا ده چې مڼه له پوستکی سره و خورو که سپینه کرې؟

په دې اړه د امریکا څیړونکي (Christopher Adams) په خپلې څېړنې کې د دې موضوع په هکله وایي، چې د مڼې  په پوستکې کې موجود اجزاء او مواد زمونږ د بدن سلامتیا لپاره ډېر ښه دي ،له همدې امله مڼه باید همیشه له پوستکي سره وخورو.

په دې څېړنې کې وویل شول، چې د مڼې په پوستکي کې (ارسالیک ) په نامه ماده شتون لري، چې په وینه کې دموجودې وازګې او  بورې داندازې د کمولو سره سره زمونږ عضلات او نور بدن پیاوړی کوي  .

د مڼې اوبه د زړه حملې مخه نیسي. ځکه په مڼې کې شته اوسپنه، ویټامین A، B، C او په پراخه توګه د کلسیم، فاسفورس تاسې د زړه حملې څخه ژغوري په همدې توګه د وینې رګونو او شریان فشار کموي، کوم چې د زړه سیسټم ته هم یو څه اندازه وده ورکوي

د مڼې ګټې ډېرې دي  خو دلته یې په ځینو ګټو رڼا اچوو:

۱ـ مڼه اشتها راوړونکې مېوه ده.

۲ د انسان په بدن کې د معافیت سیسټم پیاوړی کوي.

۳ مڼه خوړل غاښونه پیاوړي کوي.

۴ـ پښتورګي پاکوي.

۵ـ مڼه اعصابي کمزوري له منځه وړې.

۶ـ مڼه مغز تازه کوي.

۷ـ مڼه خپګان له منځه وړي.

۸ـ مڼه د اومیندوارۍ پر مهال ډېره ګټه لري.

۹ـ هره ورځ یوه مڼه خوړل مو له ډاکټر ته تلو لري ساتي.

دا هم ولولئ

بهي

بهي د ویټامین سي بډایه سرچینه ده

بهي له خپل ځانګړي خواص سره د ډېرو ناروغيو لپاره ګټوره مېوه ده.مونږ په دې …