کورپاڼه / ورزش / د افغانستان کرکټ ملې لوبډلې ځوان تیز توپ اچونکي سید شیرزاد پېژندنه
سید

د افغانستان کرکټ ملې لوبډلې ځوان تیز توپ اچونکي سید شیرزاد پېژندنه

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې هغه لوبغاړی ، چې تازه یې د کرکټ په ډګر کې د ښه لوبېدو هیله له ځانه سره لري، او غواړي د نورو کرکټ ملی لوبډلې لوبغاړو به څېر ښه وځلېږي، هغه ځوان او بااستعداده لوبغاړی بل څوک نه، سید شیرزاد ده.

د افغانستان کرکټ ملې لوبډلې ځوان تیز توپ اچونکی سید شیرزاد  د اکټوبر میاشتې په لومړۍ نیټه د خپل ۲۶ کلنۍ پسرلی پیل کړ. نوموړی په ۱۹۹۴م کال کې په افغانستان کې زېږیدلی.
سید شیرزاد تر دې دمه د افغانستان لپاره دوې یوورځنۍ، ۲۵ شل اوریزه، ۱۵ فرسټ کلاس او ۱۵ یې بیا لیسټ اې لوبې ترسره کړې دي.

سید شیرزاد د افغانستان کرکټ ملې لوبډلې ترڅنګ په افغان ۱۹کلني کرکټ ملې لوبډلې کې هم لوبېدلي. د سید شیرزاد لومړۍ نړیواله شل اوریزه لوبه یې په ۲۰۱۵م کال کې د عمان پر وړاندي وه.چې د ملي لوبډلې لپاره سید شیرزاد پکې درې لوبغاړي سوځولي وه.

سید شیرزاد په دوو یوورځنیو لوبو کې یوه ویکټه اخیستې ده، چې په یوه لوبه کې یې همدا یوه ویکټه تر ټولو ښه توپ اچونه ده. شیرزاد تر اوسه پوري کومه نړیواله ټیسټ لوبه نده ترسره کړې
نوموړي لوبغاړي د دې ترڅنګ تر دمه  یې په ۲۵ شل اوریزه لوبو کې ۳۱ ویکټي اخیستي دي، چې په یوه لوبه کې یې ښه توپ اچونه د ۱۹ منډو په ورکولو سره د ۴ لوبغاړو سوځول دي.

شیرزدا په کور دننه ۱۵ فرسټ کلاس لوبو کې ۴۹ ویکټي اخیستي دې، په یوه لوبه کې یې د ۴۵ منډو په ورکولو سره د ۶ لوبغاړو سوځول غوره توپ اچونه ده.
او په ۱۵ لیسټ اې لوبو کې یې ۲۰ ویکټي اخیستي دي، چې په یوه سیالې کې یې ښه توپ اچونه ده ۵۶ منډو په بدل کې د درېیو لوبغاړو سوځول دي.
د سید شیرزاد لومړۍ نړیواله یو ورځنۍ لوبه د افغانستان لپاره په د۲۰۱۹م کال کې د ایرلینډ پر وړاندي ترسره کړه.

دا هم ولولئ

بهار شينوارى او محمد شهزاد

مس عينک اتلانو د ٥٨ منډو په ستر توپير د سپين غر زمريانو ته ماتې ورکړه

د مس عينک اتلانو له لوري په نننۍ لوبه کې د سپين غر زمريانو پر …