کورپاڼه / اسلام / په جماعت د لمونځ کولو ثواب
لمونځ

په جماعت د لمونځ کولو ثواب

حضرت محمد (ص) فرمايلي: ((بشّر المشائين في الظلم إلى المساجد بالنور التامّ يوم القيامة)) (ابؤداود ، ابن ماجه ).

هغه کسان چې د شپې په تیاره کې ځي جوماتونو ته او لمونځونه کوي زيری ورکړي ، چې په ورځ د قيامت (دغه جومات ته ټګ به په ورځ د قيامت هغوی ته نور وګرځي).

له عثمان بن عفان (رض) نه روايت دی، چې رسول الله (ص) فرمايل: (من صلّى العشاء في جماعة فكأنّما قام نصف الليل، ومن صلّى الصبح في جماعة فكأنّما صلّى الليل كلّه)(مسلم 656 )

څوک چې د ماخوستن لمونځ په جَمع وکړي، دومره ثواب لري، لکه تر نیمې شپی يې چې لمونځونه کړي وي، اوڅوک چې د سهار لمونځ په جَمع وکړي دومره اجر او ثواب لري، لکه ټوله شپه يې چې په لمونځ کولو کې سهار کړي وي ( د ماخوستن او سهار لمونځونه په جمع ادا کولو ثواب دومره ډېر ده لکه ټوله شپه یوه نفر په عبادت او لمونځ کولو کې تېره کړې وي) .

أبوهريـره (رض) روايت کوي چه رسول الله (ص) فرمايلي: ((لو يعلمون ما في العتمة والصبح لأتوهما ولو حبواً))(متفق علِيه ) .

که خلک پوهيدلی چې د ماخوستن او د سهار لمونځونو په جمع ادا کولو له ثوابونو خبر وی دوی به حتا په خاپورو تللي وو.

عن أَنَسِ بنِ مَالِكٍ قَالَ: قَالَ رَسُولُ اللهِ صَلَّى الله عَلَيْهِ وَسَلَّمَ:

مَنْ صَلَّى للهِ أَربَعينَ يَومَاً في جَمَاعَةٍ يُدْرِكُ التَّكْبيرَةَ الأُوَّلى كُتِبَ لَهُ بَرَاءَتَانِ: بَرَاءَةٌ مِنَ النَّارِ، وَبَرَاءَةٌ مِنَ النِّفَاقِ. الترمذي

چا چې څلويښت ورځې په اخلاص داسې لمونځ ادا کړ، چې تکبير اُولی ترې پاتې یا قضا نشو، نو هغه ته به دوه برائت (خلاصون  يا نجات ) ورکړشي ۱ـ د دوزخ  ۲ـ له نفاق څخه .

صَلاةُ الْجَمِيعِ تَزِيدُ عَلَى صَلاتِهِ فِي بَيْتِهِ وَصَلاتِهِ فِي سُوقِهِ خَمْسًا وَعِشْرِينَ دَرَجَةً (بخاری ۲۹۵ ) .

په جماعت د لمونځ کولو ثواب په کور کې د لمونځ کولو څخه ۲۵ درجې ډېر ده.

دا هم ولولئ

زکات

د زکات ادا کولو له حکمتونو ځان خبر کړئ!

زكات د اسلام رکن دی: 1 – : عَنِ ابْنِ عُمَرَ، رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُمَا قَالَ: …