کورپاڼه / ساينس او ټېکنالوژي / بازار ته وړاندي شوي د څلورو نویو ایفونونو بيه څو ده؟
ایفون

بازار ته وړاندي شوي د څلورو نویو ایفونونو بيه څو ده؟

د امریکا تکنالوژي شرکت اپل د ایفون ټیلفون نوی څلور ماډلونونه بازار ته وړاندې کړ. چې دا ماډلونه ماډلونو کې ایفون ۱۲، ایفون ۱۲ مني، ایفون ۱۲ پرو او ایفون ۱۲ پرومکس دي.

د دې ټیلفونونو بيه په لاندې ډول ده:

۱ـ ایفون ۱۲ مني ……. ۶۹۹ امریکایي ډالره

۲ـ ایفون ۱۲ ……۷۹۹ امریکايي ډالره

۳ـ ایفون ۱۲ پرو ….. ۹۹۹امریکایي ډالره

۴ـ ایفون پرومکس ….۱۰۹۹ امریکايی ډالره

د دې شرکت مسوولینو په وینا ایفون ۱۲ او ۱۲ پرو به د همدې اکتوبر پر ۲۳ مه بازارونو کې موندل کېږي، خو ایفون ۱۲ مني، او ۱۲ پرومکس به د روان کال نومبر پر ۱۳ به وړاندې شي.

په دې نوي ماډولونو په پرده یا سکرین کې د ایل سي ډي(LCD (پر ځای ایل اي ډي (L ED)کارول شوی، چې پایله کې نه یوازې رنګونه لا برالا کېږي، بلکې وزن یې هم تر ۱۱ سلنې پورې کم ده.

دې ماډلونو کې د مخکنیو هغو برعکس هېډفون او چارچر نه شته. او باید چې جلا ورته واخیستل شي.خو دا لومړی ځل ده چې بې چارجر او هېډفون څخه ایفون بازار ته وړاندې کېږې. د ایفون د پرو مکس پرده شپږ اعشاریه اووه انچه ده.

ایفون ۱۲ او ۱۲ مني په شاتنۍ برخه کې دوې کمرې لري، او د ایفون ۱۲ پرو او ۱۲ پرومکس کمرو کې بیا ټیلیفوټو لینس هم ټومبل شوي دي. په ایفون ۱۲ او ۱۲ پرومکس کې لېزر (چې رڼا او واټن معلوموي) هم شتون لري.

د دې موبایلونو په شاتنۍ برخه کې یو ډول مقناطیسي چپ ده، چې له چارجر سره له یو ځای کېدو وروسته موبایل بېټرۍ ته برېښنا لېږدوي. چې له دې سره به ټیلفون ژر د اړتیا وړ برېښنا تر لاسه کوي.

په وړاندې شوي نوي ماډولونو په سکرین کې د (سرامک شیلډ یا پوښ) له امله د غورځېدو په صورت کې د پخوا پرتله څو څلنه کلک والی پکې رامنځته شوی.