کورپاڼه / پخلى / د ساده او خوندور کیک چمتو کولو طریقه
کیک

د ساده او خوندور کیک چمتو کولو طریقه

ټول کیکونه په اصل کې له ساده کیک څخه جوېږي. خو د ښکلا، خوند او نورو ښه والي لپاره بېلابېلې بڼې او نور خوراکي مواد ورسره ګډوو.مونږ تاسو ته د ساده او کورني کېک چمتو کولو اسانه لار درښيو چې وکولی شی يه ډېرو لږو خوراکي توکو یو خوندور او کورنی کېک د ځان او کورنۍ سره د خوشحاله شېبو تېرولو کې پخپله چمتو کړي.

د ساده ککوي کیک جوړولو توکي په لاندې ډول دي:

۱ـ اوړه …… ۲ پیالې

۲ـ بوره…… یوه پیاله

۳ـ شیدې….. یوه پیاله

۴ـ وانیلا(ککو)….. د چای څښکلو نیمه قاشوقه په اندازه

۵ـ مایع غوړي….. ۲ پیالې

۶ـ هګۍ……. ۴ دانې

۷ـ د د بیکینګ پوډر….. ۲ قاشوقې

د پخولو طریقه په لاندې ډول ده:

لومړی څلور دانې هګۍ راواخلئ، په یوه لوښي کې یې ماتې ، سپين او زېړ یې سره جلا کړئ. وروسته د هګیو سپین په برقي یا کوم بل مکسر سره ښې ووهئ، تر څو لکه سپينې اوبه غوندې شي، او بیا یې په پخچال کې کېږدئ.

خپل برقي داش ولګوئ، او د تودوخې اندازه یې ۱۸۰ سانتی ګراد ته ورسوئ. وروسته له دې د هګیو زېړ ، بوره او وانیلا سره ګډ او ښه یې ولړئ، وروسته له دې غوړي او شیدی ورباندې ورو ورو واچوئ.

په یو بل لوښي کې اوړه او د بکنیګ پوډر سره ګډ کړئ، د هګیو زېړو سره یې ګډ او په پای کې د هګیو سپین مو چې يخچال کې ایښي وه، ورسره ګډ کړئ.

ورپسې هغه لوښی چې تاسې غواړئ په داش کې یې کېږدئ، راواخلئ او تیار کړي مواد مو په دایروي بنه پکې واچوئ، چې ښه راوپړسېږي.

داش مو بند کړئ، او کیک ته مو ۴۵ دقیقې وخت ورکړئ. وروسته له ټاکل شوي وخت څخه یې راوباسئ، او لومړی یې پرېږدئ چې ښه یخ شي، وروسته کولی شي د خپلې خوښې په توګه پکې ککو،مېوه یا نورې بڼې ورکئ.