کورپاڼه / سينما / په تېرو سلو کلونو کې د محمد رفیع سندره تر ټولو غوره سندره شوې
رفیع

په تېرو سلو کلونو کې د محمد رفیع سندره تر ټولو غوره سندره شوې

محمد رفيعMohammed Raf د هندوستان د سينما وتلې څېره ده چې په خپلې خوږې حنجرې يې د ډېرو خلکو زړونو ته ننوتلى ده . محمد رفيع د ډسيمبر په 24په کال 1924 د هندوستان په سلطان کوټ، پنجاب ايالت کې نړۍ ته راغى. نوموړي په شل کلنۍ کې سندرو ويلو ته پيل وکړ. چې د سندرو شمېر يې 5000ته رسېږي. د محمد رفيع سندرو ډېرى برخه د هندي فلمونو لپاره وه، چې له 5000زرو څخه 4500يې فلمونو لپاره ويل شوي.

د محمد رفیع خوږ غږ په کال ۱۹۸۰ د ۵۵ کالو په عمر د تل لپاره غلی شو.اوس د رفیع له مړینې ۳۷ کاله تېرېږي. خو د نوموړي غږ او سندرو په شهرت کې کوم کمښت نه ده راغلی.

رفیع یوازینی سندرغاړی ده چې په هر سبک کې یې سندرې ویلي. په هندوستان، پاکستان، سریلانکا او مالدیو کې په تېرو سلو کلونو کې هغه سندره چې ترټولو غوره وه هغه د محمد رفیع (( بهارو پهولو برساوو میرا محبوب آیا هی)) سندره شوه.

زمونږ د هېواد وتلو سندرغاړو د محمد رفیع سندرې کاپي او په خپل غږ یې ویلي، چې له دې ډلې څخه ، احمد ظاهر ((اگر سبزه بودم ))، د ناشناس څو سندرې لکه (مُردم در آرزویت) ، ظاهر هویدا(شنیدم از اینجا سفر می کنی) برو ای ترک که ترک تو ستمگر کردم. ، مسحور جمال (بیا نور چشمان مرو از کنارم) ،وحید صابری ( دو موجود ز هستی گرامی تر اند) چې د ګیت فلم سندره ده ،فرهاد دریا(خلوتی کو که خیالات تو آنجا ببرم)، فواد رامز( سرو جان به پای تو من می سپارم)، احسان امان (بتی دارم که گرد گل ز سنبل سایه دارد) ، سید عمر او نور سندرغاړي….

لیتا مانگیشکر د محمد رفیع په اړه وایي: محمد رفیع زمونږ لپاره ډیر ویاړ درلود ، زه ویاړم چې له هغه سره مې  سندرې ویلي دي، د رفیع په شان سندغاړي ډېر لږ نړۍ ته راځي، او د نوموړي په مړینه د هند موسیقي یتیمه شوه.

دا هم ولولئ

سلمان خان

د بهارت فلم اتل عبدالرشید خان مشهور په سلمان خان په اړه

د هندۍ سینما وتلې څېره عبدلرشید سلیم سلمان خان چې مشهور په سلمان خان ده …