کورپاڼه / روغتيا / شلغم خام وخورو که پاخه؟
شلغم

شلغم خام وخورو که پاخه؟

شلغم يو له خورا ګټورو سبزيجاتو څخه ده چې يو قوي انټي بيوټيک هم ګڼل کېږي،خو له بده مرغه دا سبزي د نورو ترکاريو په پرتله ډېر لږ استعمالوو. د يخي موسم په راتلو سره شلغم د ډېرو ناروغيو څخه د خلاصون څخه د طبعيت غوره سوغات دى. چې بايد په پراخه توګه زمونږ د پخلي ليست په هر خواړو کې وي.

شلغم خام وخورو که پاخه؟

د ترکاريو ښې ګټې اخيستنې لپاره بايد چې ډېرى يې خام وخوړل شي.چې يو له هغه نه شلغم ده. شلغم د ويټامين سي بډايه سرچينه ده، چې له پاخه خوړل څخه يې په خامه توګه، سلات کې وخوړل شي. او يا هم د دې لپاره چې له ګټې څخه يې بې برخې نشو نو کله چې خواړه پاخه شول په اخره کې شلغم پکې واچوئ.

د شلغم خوړل په پاخه او خام ډول دواړو کې ګټه لري خو مونږ د ده لپاره چې پکې شته ويټامين سي له لاسه ورنکړي نو د خام خوړل يې وړانديز کوو.

 

د شلغم نورې ګټې په لاندې ډول دي:

 

۱ـشلغم په لوړه کچه د فایبر درلودونکی ده.

۲ـ  د وزن کمولو کې ډېر ښه دی.
۳ـ په شلغم کې په پراخه توګه اوسپنه شته، او د وینې د کمښت ناروغۍ په درملنه کې غوره خواړه دي.

۴ـ د انټي آکسیډنټ خاصیت درلودلو له امله د سرطان ضد دی.

۵ـ د التهاب ضد خاصیت لري، او د پوستکي لپاره ډېر ښه دی.

۶ـ د زکام په درملنه کې ځکه ډېر غوره دی، چې په پراخه توګه ویټامین سي  لري، او پیاوړي انټي بیوتیک دی.
۷ـ د معافیت سیسټم پیاوړی کوي،او جنسي ځواک پیاوړی کولو کې سپرم زیاتوي.
۸ـ د زړه روغتیا ته وده ورکول.

۹ـ د شلغم اوبه د زکام او ستوني درد لپاره ښه نخسه ده.

۱۰ـ د سترګو دید پیاوړی کوي.

۱۱ـ د مخ او ويښتانو ښه ساتلو کې غوړه خواړه دي.

دا هم ولولئ

بهي

بهي د ویټامین سي بډایه سرچینه ده

بهي له خپل ځانګړي خواص سره د ډېرو ناروغيو لپاره ګټوره مېوه ده.مونږ په دې …