کورپاڼه / روغتيا / سټرس څه ته وایي؟
سټرس

سټرس څه ته وایي؟

سټرس (فشار) د فزیکي او رواني اختلالاتو ترټولو مهم لامل دی.ځینې څېړنې ښیې چې له 70 څخه تر 90٪ ناروغۍ چې مونږ ورسره مخامخ کېږو، سټرس پورې اړه لري. په دې لیست کې سرطان ،د زړه ناروغۍ ، سالنډۍ او نورې ډېرې ناروغۍ شتون لري.

د سټرس(فشار) لاملونه څه شی دی؟

د استرس لاملونه په دوه برخو ویشل کېږي:

۱ـ  بهرني

۲ـ  داخلي

ترټولو مهم یې بهرني فشارونه او د ژوند ستونزې دي (اقتصادي ستونزې ، د دندې چاپيریال ناامني ، سخت کار) او د ژوند بدلونونه (د میړه مړینه ، د ماشوم یا مور او پلار مړینه ، واده ، طلاق او مهاجرت)او که دا فشار یو ټاکلی حد څخه لوړ شي، د شخص روغتیا او فعالیت زیانمن کوي.

 

ځینې ​​نور غلط باورونه چې ځانته پخپله سټرس جوړوو دا دي:

۱ـ ځان د ټولو خلکو د رضایت ترلاسه کولو لپاره مجبور کول (زه باید داسې چلند وکړم چې د هرچا خوښ شم).

۲ـ ځان دېته اړ کول چې باید په لوړه کچه  مهارتونه او وړتیا ترلاسه کړم (زه باید لږترلږه په یوه برخه کې غوره مهارتونه ولرم.)

۳ـ د نه خوښوونکي پیښو رامنځته کېدل چې مونږ یې تمه نشو کولی (زه نشم کولی دا خنډ ومنم)

۴ـ د دې تمه لرل چې نور تاسې سره عادل اوسي.

۵ـ پر دې باور لرل چې نشم کولی د ژوند چارې مې کنټرول کړم. د سټرس( فشار) لامل کیږي.

۶ـ پر دې باور درلودل چې د مسولیت اخیستلو څخه د هغه نه اخیستل غوره دي.

د سټرس څخه د خلاصون لارې:

۱ـ په ذهن کې  نوي لید او باور رامینځته رامنځته کړئ. خپل منفي فکرونو هېرولو لپاره باید دا ځای مثبت فکر ته ورکړل شي. ځکه چې مثبت فکر لرل ارامښت رامنځته کوي.

۲ـ ځانته پر دې قناعت ورکړئ، چې هر څه ستاسو په واک کې نه دي. او یوازې ډېر لږ څه زمونږ ژوند کې دي، چې د کنټرول واک یې لرو. نو ځان له بې ځایه اندېښنو څخه نور خلاص کړې.

۳ـ راتلونکی ګام مهالویش دی. په دې پړاو کې ، د هر مسؤلیت لپاره ځانګړی وخت په پام کې نیول کیږي. غیر ضروري موضوعات د اړتیا په صورت کې له مینځه وړل کیږي ، او ډیر وخت لومړیتوبونو ته ځانګړي کیږي.لنډمهاله او اوږدمهاله پلانونه ځانته غوره کړئ.

۴ـ که څه هم پخواني عادتونو هېرول او د ځان لپاره د نوي چلند ټاکنه به سخته وي، ځکه هر انسان ځان په خبلو عادتونو کې راحته احساس کوي، خو د سټرس څخه خلاصون لپاره باید ځان کې په یو مثبت تغیر سره بدلون راولو، او دا کار ناشونی نه دی.

۵ـ ځانته نوي ملګري او دوستان پیدا کړئ، په دې کار سره ستاسو ذهن په یو نوی کس یو نوي موضوع باندې فکر کول پیلوي.

دا هم ولولئ

بهي

بهي د ویټامین سي بډایه سرچینه ده

بهي له خپل ځانګړي خواص سره د ډېرو ناروغيو لپاره ګټوره مېوه ده.مونږ په دې …