کورپاڼه / روغتيا / بهي د ویټامین سي بډایه سرچینه ده
بهي

بهي د ویټامین سي بډایه سرچینه ده

بهي له خپل ځانګړي خواص سره د ډېرو ناروغيو لپاره ګټوره مېوه ده.مونږ په دې ليکنه کې د بهي په ګټو غږېدلي يو:

۱ـ بهي له فايبره بډايه مېوه ده.

۲ـ د الرژي(حساسیت) ضد خاصیتونه لري.  چې ډېری وخت د حساسیت لرونکو خلکو لپاره په خواړو کې هم کارول کیږي.

۳ـ بهي کله چې د شاتو سره ګډ شي ، نو کولی شي د کولمو ، نس ناستې ، قبض او کولمو انتاني ناروغیو درملنه کې مرسته وکړي ، او د دې مېوې شربت د بواسیر درملنې لپاره کارول کیږي.

۴ـ بهي د ویټامین سي بډایه سرچینه ده ، او د  ويټامین سي ۲۵ ګرامه اخیستل د بدن معافیت سیستم ته وده ورکوي، چې د ډیری التهابي ناروغیو درملنه کوي.

۵ـ د دې میوې منظم خوړل په وینه کې د LDL یا خراب کولیسټرول کمولو کې مرسته کوي، او زړه سالم ساتي.

۶ـ د دې میوې اوبه د معدې زخم لرونکي خلکو لپاره ګټور دی. او د معدې زخم درملنې کې مرسته کوي ، ځکه چې د بهي خوړل هاضمه سیسټم ارام کوي.

۷ـ د بهي دانې د د ستوني خوږ لپاره خوره نخسه ده.

۸ـ د بهي اوبه د زړه ناروغیو ، تنفسي ناروغیو ، وینې کمښت او سالنډۍ په درملنه کې ګټور دی ، او منظم مصرف یې کولی شي، د نري رنځ او ځيګر ناروغیو په درملنه کې ډېر اغیزناک وي.

۹ـ د بهي خوړل د هغو کسانو لپاره چې د ځیګر یا سترګو ناروغي لري ډېر ښه وي.

۱۰ـ دا میوه د سپتمبر په پیل کې بازار ته راوځي. د اخیستلو په وخت کې یې زېړ طلایي رنګ خوښ کړئ، ځکه شنه بهي ترخه وي.

۱۱ـ تاسو کولی شئ دا مېوه د یوې اونۍ لپاره په کور کې په تیاره او یخ ځای کې له تودوخې او رطوبت څخه لرې وساتئ، چې د څو اونیو لپاره په یخچال کې تازه پاتې شئ.

دا هم ولولئ

سټرس

سټرس څه ته وایي؟

سټرس (فشار) د فزیکي او رواني اختلالاتو ترټولو مهم لامل دی.ځینې څېړنې ښیې چې له …