کورپاڼه / روغتيا / د غاښونو خرابېدو لاملونه
غاښ

د غاښونو خرابېدو لاملونه

خوله د انسان به بدن کې هغه یوازینۍ لاره ده، چې ۹۰ سلنه مکروبونه ترې د انسان بدن ته ننوځي. او له بلې خوا خوله او غاښونه د انسان د روغتیا هینداره ده.چې په په پاک ساتلو کې یې باید ډېر پام وکړو. ځکه که غاښونه په سمه توګه پاک نشي  نو خوله بد بوی پیدا کوي، میکروبونه ستوني او معدې ته داخلېږي او انسان له بېلابېلو ناروغیو سره مخامخ کېږي. مونږ دلته تاسو ته د غاښونو خرابېدو په ځينو لاملونو خبرو کوو.

د غاښونو خرابېدو لاملونه ډېر دي. لکه:

۱ـ د غاښونو په سمه توګه نه مېنځل

غاښونه په ورځ کې باید دوه ځلي په عمودي ډول پريمنځل شي.خو د یوه سروې له مخې د نړۍ ۷۵ سلنه کسان د غاښونو بُرس په غلط ډول کاروي.

۲ـ د نوکانو خوړل

ډېری خلک د نوکانو خوړلو او زبېښلو عادت لري.دا کار د غاښونو مینا خرابوي. او له بلې خوا هغه مکروبونو چې د نوکانو لاندې وي. له خولې لارې زمونږ بدن ته ننوځي.

۳ـ د نشه یي توکو استعمال

نسوار، چرس، سګرېټ او نور نشه یي توکي د غاښونو خرابېدو لوی لامل دی.او د دې ترڅنګ د نورو ناروغیو سبب هم کېږي.

۴ـ د کلکو شیانو ماتول
په غاښونو د کلکو شیانو ماتول لکه: بادامو، چهارمغزو او یا ځینو نورو خوراکي توکو ماتول د غاښونو برېښېدل او خرابېدلو لامل کېږي.

۵ـ د انرژي څښل
د يخو او بېلابېلو انرژي ګانو څښل چې اوس مهال بازار ته راغلي، د غاښونو خرابېدو،تورېدو لوی لامل ګڼل کېږي. چې د غاښونو خرابېدو تر څنګ همدا ډول مو معدې ته هم جدي ګواښ پېښولای شي.

۶ـله ډوډۍ خوړلو وروسته په غاښونو کې د خلکي وهل
مونږ کې ځينې کسان دا عادت لري، چې ډودۍ وخوري نو هغه وروسته د غاښونو پاکولو لپاره د برس پر ځای د خلکي څخه کار اخلي. دا کار مو د غاښونو روغتیا ته تاوان لري، او ورۍ مو ورسره زخمي کېږي.

دا هم ولولئ

سټرس

سټرس څه ته وایي؟

سټرس (فشار) د فزیکي او رواني اختلالاتو ترټولو مهم لامل دی.ځینې څېړنې ښیې چې له …