کورپاڼه / سينما / جان ابراهم څوک ده؟
جان

جان ابراهم څوک ده؟

جان ابراهیمJohn Abrahamد هندوستان سینما یوه وتلې څېره ده چې ډېری خلک یې له نوم او څېرې سره پوره بلدتیا لري. جان ابراهم یا ابراهیم یو هندي لوبغاړی ، فلم جوړونکی او موډل دی. چې فارسي نوم یې “فرحان” دی.

جان ابراهیم د ډسېمبر په ۱۷  په ​​۱۹۷۲ کال کې په ممبی کې زیږیدلی ده. چې اوس مهال د ۴۷ کالو عمر لري.  پلار یې هندي معماري دی. د هغه مور “ایرانۍ فیروزه” نومیږي او هغه د هندوستان فاررسیانو څخه ده. جان ابراهیم یو ورور او خور هم لري. نوموړی په ​​بمبۍ کې د سکاټلنډ په ښوونځي او بیا وروسته په (ج هند) پوهنتون کې زده کړې ته مخه کړه ،او د لیسانس تر کچې یې خپلې زده کړې پکې وکړې. د خپلې زده کړې پای ته رسولو وروسته ډیر ژر ، هغه وکولی شو، چې د سلاکار او بازار موندونکي په توګه ښه دنده ترلاسه کړي.

د جان ملګرو له جان څخه غوښتنه وکړه چې دی د ماډل کېدلو ښه څېره لري او باید د ماډلینګ په برخه کې خپل کار پيل کړي. همدا وه چې جان ابراهیم په سیالۍ کې برخه واخیسته او په هند کې یې د کال ترټولو زړه راښکونکی سړی وپیژندل شو .او د همدې سیالۍ د دوام لپاره هغه فیلیپین ته لاړ چې په هغه کال فلیپین د سیالۍ (هنټ مین) کوربه و. هلته هم هغه د دوهم کس په توګه په نړۍ کې دوهم ډیر په زړه پوری څېره لرونکی سړی شو.

جان ابراهیم د بالیوډ سینما کې خپل لومړی کار په ۲۰۰۱ کال کې په گراندماهورات فلم کې کار کولو سره پیل کړ.

جان له پریا رانچال  سره په ۲۰۱۴ کال واده وکړ،

د جان ترټولو غوره فلم فلمونه دا دي:

Kaal (2005), Garam Masala (2005), Taxi No. 9211 (2006), Dostana (2008), New York (2009), Force (2011), Desi Boyz (2011), Housefull 2 (2012), Race 2 (2013), Shootout at Wadala (2013), Madras Cafe (2013), Welcome Back (2015), Dishoom (2016) او  Force 2

دا هم ولولئ

اکشې

  هغه فلمي ستوری ده چې هر فلم کې یې یو لوی پیغام وي دلته یې په اړه پوی شئ

اکشې کمار د هند هېواد د پنجاب ايالت د امرستر په یوه پنجابي کورنۍ کې …