کورپاڼه / افسانه / بلجیم: یوه الوتکه په عمودي ډول د خرابۍ له امله پر ځمکه ولوېده، خو پیلوټ یې په معجزانه ډول ژوندی پاتې شو

بلجیم: یوه الوتکه په عمودي ډول د خرابۍ له امله پر ځمکه ولوېده، خو پیلوټ یې په معجزانه ډول ژوندی پاتې شو

په یوه ویډیو کې چې پر ټولنیزو رسنیو خپره شوې، لیدل کېږي چې یوه وړه الوتکه د څه خرابۍ له امله په عمودي ډول د ځمکې پر لور لوېږي، چې پیلوټ یې د درولو لپاره پراشوټ خلاص کړی و.  د الوتکې له لوېدو وروسته پیلوټ لږ ټپي شو، چې له الوتکې څخه یې ځان راووېسته.

د ځايي رسنیو په وینا، خلکو د چاودنې غږ واورېد او اسمان ته یې وکتل، چې یوه وړه الوتکه د پراشوټ په پرانیستو سره د ځمکې پر لور په عمودي توګه ښکته راروانه وه.  عیني شاهدان وايي، دوی د دې صحنې په لیدو حیران شول، کله چې پراشوټ د الوتکې د غورځېدو په حال کې و او نور د حیرانتیا وړ خبره دا وه چې پیلوټ له غورځېدو وروسته پخپله له الوتکې بهر راووت، چې لږ ژوبل شوی و.

Belgian pilot is safe after his Dyn’Aéro MCR01 plane (OO-E64) developed snag mid air and he had to deploy the emergency BRS parachute to save his life on 15th July.

 Credit : Vincent Wever#aircraft #safety #aviation #avgeek pic.twitter.com/tvnnkYNnny

— FL360aero (@fl360aero) July 16, 2022

دا هم ولولئ

مېرمنې ته مو له مينې ډکې کلمې وکاروئ

بې له شکه ډېری مېرمنې پوهیږي چې مېړه یې ورسره مینه لري. خو په دې …

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *