د امیندوارۍ پر وخت دغو حالتونو کې کور+والي نه ځان وساتئ.
ځینې خلک دا غلط باور لري، چې د امنیدوارۍ پر مهال باید کور+والی ونه شي، خو داسې نه ده. تر هغو چې خپلې متخصصې ډاکټرې له جن+سي اړیکې څخه نه وي منع کړی او یا په امیندوارۍ کې کومه لویه ځانګړې ستونزې نه وي، تر هغو د امیندوارۍ پر مهال په کور+والي کولو کې هېڅ ستونزه نشته.
ځینې وخت د امنیدوارۍ پر مهال ښځې د ځینو وړو تکلیفونو او حساسیتونو له امله کور+والي ته لېواله نه وي، خو خاوند دا ستونزې د معاشقې او مینې له لارې حل کولی شي او ښځه جن+سي اړیکې ته لېواله کولی شي.
همدارنګه ځینې مهال د امیندوارۍ پر مهال د ځینو هورموني نوساناتو له امله د ښځې د جن+سي اړیکې لېوالتیا لا ډېرېږي. په داسې حالت کې جن+سي اړیکه ښځې ته لا ډېر سکون او ارام ورکړي او دا حالت جنین ته هم ګټه رسوي.
یوازې یو څو موارد دي، که هغوی سره مخ شوئ، نو د امیندوارۍ پر مهال له جن+سي اړیکې څخه ډډه وکړئ.
هغه موارد دا دي
• د رحم د خولې نا رسایي
• د اوبو د کېسې شکېدل
• دیابت او خطر لرونکې امیندواري
• د پرلپسې زېږون مخینه
• د یو ځای کېدو پر مهال درد درلودل