کورپاڼه / افسانه / څنګه د نه درملنې ناروغ خوشحاله کړو چې روحيه يې پياوړی شي

څنګه د نه درملنې ناروغ خوشحاله کړو چې روحيه يې پياوړی شي

ستونزمنه ده چې پوه شئ چې څه ووايئ کله چې یو ملګری یا د کورنۍ غړی د سرطان یا لنډمهاله ناروغۍ سره تشخیص نه شي.  ډېری خلک یا نامناسب څرګندونې کوي یا هیڅ شی نه وايي.
په هرصورت موږ باید پوه شو چې څنګه د سرطان په ناروغۍ اخته کس سره خبرې وکړو، که تاسو د سمو کلمو او جملو د څرګندولو هڅه کوئ، تاسو کولی شئ هغه جملې وکاروئ چې د ليکنې په پاتې برخه کې یې یادونه شوې.

• زه ستاسو په ځواک ویاړم

حتی که تاسو تر اوسه په سرطان یا نه درمنلې ناروغۍ اخته نه یاست، تاسو پوهېږئ چې ستاسو ملګری څومره سخت د خپلې ناروغۍ سره مبارزه کوي.  د دې ساده جملې سره دوی ته امید ورکړئ.  ښايي دا ساده جمله به دوی سره په ورځ کې مرسته وکړي.

• زه هره ورځ ستا لپاره دعا کوم

ددې اورېدل چې تاسو د یو چا په فکرونو کې یاست او دعا کولی شي هغه ارام کړي، ځکه چې دعا یو نېک عمل دی. حتی که تاسو په څنګ کې یو مذهبي شخص ونه لرئ، د مثبت انرژی سره ورځني یادښتونه هم خورا ګټور دي.

• دا هم تېرېږ

يسرطان هم تېریږي.  کله ناکله د یوې سختې ناروغۍ د پای ته رسېدو هیله د هغه چا لپاره یو ډول اعتبار ګڼل کېږي چې هره ورځ خپل لاسونه او پښې نرموي.

• اجازه راکړئ چې تاسو سره مرسته وکړم

دا یو له خورا ګټورو شیانو څخه دی چې تاسو یې ویلای شئ.  د دې پرځای چې له خپل ملګري څخه وپوښتئ چې زه ستاسو لپاره څه کولی شم، له هغه څخه په ځانګړې او مستقیم ډول پوښتنه وکړئ چې تاسو ورسره څه مرسته کولی شئ؛ د مثال په توګه: هغه ته ووایه چې زه به یخچال پاک کړم، ستاسې ځای به منظم کړم او …
ډاکټر څخه سمه لیدنه، فزیکي نښې او د ورځني ژوند ساتنه د ناروغ لپاره ستونزمن وي.  خپل ملګري ته ډاډ ورکړئ چې تاسو د هغه په ښه کېدو تمرکز کوئ نه يې په خپه کېدو.

دا هم ولولئ

د یو بریالي او تکړه کارکوونکي ترټولو اړينې وړتياوې پېژنئ؟

د یو کارکوونکي په توګه ستاسو بریا تر ډېره حده د اړیکو ساتلو په وړتیا …

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *