کورپاڼه / افسانه / انسان به د قیامت په ورځ د څه ارمان کوي؟

انسان به د قیامت په ورځ د څه ارمان کوي؟

زموږ په ټولنه کې یوه مروجه اصطلاح دې وایي “د آرمان خاته د اسمان خاته دي” رښتیا هم دې دنیا کې موږ د ډېر څه ارمان لرو او د تېر وخت د ډېرو کړنو لپاره افسوس کوو خو آیا پوهېږئ د قیامت په ورځ او هاغه دنیا کې به موږ د څه ارمان کوو؟ دې لېکنه کې د انسان 9 ارمانونه چې په قرآن شريف کې ذکر شوي چې وروسته له مرګه به يي لري درته لیکو.

1 – يَا لَيْتَنِي كُنْتُ تُرَابًا: ﮐﺎشکې خاوری وای،
ﺳﻮﺭة النبأ‏ء  40.

2 –  يَا لَيْتَنِي قَدَّمْتُ لِحَيَاتِي: کاشکې د آخرت لپاره مې يو څه کړي وو،
       ﺳﻮﺭﺓ ﺍﻟﻔﺠﺮ 24.

3 – يَا لَيْتَنِي لَمْ أُوتَ كِتَابِيَهْ: کاشکې اعمال نامه مې بېخي تر لاسه کړې نه وای.
        ﺳﻮﺭﺓ ﺍﻟﺤﺎﻗﺔ 25.

4 – يَا وَيْلَتَىٰ لَيْتَنِي لَمْ أَتَّخِذْ فُلَانًا خَلِيلًا: ﮐﺎشکې فلان انسان مې د ملګرتوب لپاره نه وای خوښ کړی، ﺳﻮﺭﺓ ﺍﻟﻔﺮﻗﺎﻥ 28.

5 – يَا لَيْتَنَا أَطَعْنَا اللَّهَ وَأَطَعْنَا الرَّسُولَا: ﮐﺎشکې د الله او د رسول الله نافرماني مې نه وای کړې، ﺳﻮﺭﺓ ﺍﻷﺣﺰﺍﺏ 66.

6 – يَا لَيْتَنِي اتَّخَذْتُ مَعَ الرَّسُولِ سَبِيلًا: ﮐﺎشکې د رسول الله پر لاره تللی وای،
           ﺳﻮﺭﺓ ﺍﻟﻔﺮﻗﺎﻥ 27.

7 – يَا لَيْتَنِي كُنتُ مَعَهُمْ فَأَفُوزَ فَوْزًا عَظِيمًا: ﮐﺎشکې زه هم له هغوی سره وای اوس به مې لویه کاميابي تر لاسه کړې وای، ﺳﻮﺭﺓ ﺍﻟﻨﺴﺎﺀ 73‏.

8 –  يَا لَيْتَنِي لَمْ أُشْرِكْ بِرَبِّي أَحَدًا . ﮐﺎﺵ کې ! د خپل رب سره مې شريک نه وای نيولی،
‏(ﺳﻮﺭﺓ ﺍﻟﻜﻬﻒ 42)

9 – يَا لَيْتَنَا نُرَدُّ وَلَا نُكَذِّبَ بِآيَاتِ رَبِّنَا وَنَكُونَ مِنَ الْمُؤْمِنِين: ﮐﺎشکې کومه لار پيدا شي چې بيا دنيا ته لاړ شم او د خپل رب له نښانو انکار ونکړم او په مؤمنانو کې حساب شم، ﺳﻮﺭﺓ ﺍﻷﻧﻌﺎﻡ 27.

ددې لپاره چې د قیامت په ورځ افسوس ونه کړئ نو خپلو کړنو او اعمالو ته مو ځانګړې پاملرنه وکړئ!

دا هم ولولئ

د یو بریالي او تکړه کارکوونکي ترټولو اړينې وړتياوې پېژنئ؟

د یو کارکوونکي په توګه ستاسو بریا تر ډېره حده د اړیکو ساتلو په وړتیا …

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *