
زردالو یوه وړه مېوه ده چې یو نری پوستکی لري. په ټولیزه توګه دغه مېوه ژېړ یا نارنجي وي او کله کله یو اړخ یې سور وي، خوند یې د شفتالو او بیر په شان وي، تخمونه یې اکثره په سخت پوستکي پوښل شوې وي، چې د مېوې په توګه په بېلابېلو ډولونو کارول کېږي. وچ زردالو یوه دودیزه مېوه ده چې خوندور خوند لري. د مېوو د وچولو په بهیر کې، د مېوو د جوس مقدار تبخیر کېږي او غذايي ارزښت یې کمېږي. لوړ فایبر د قبض او اسهال له منځه وړلو کې مرسته کوي. وچ زردالو معمولا د ټیټ ګلاسیمیک شاخص سره هېڅ اضافي بوره نه لري.
• د سرطان مخنیوی
په وچو زردالو کې ځینې انټي اکسیډنټونه لکه لوټین، سیکسانتین او بیټا کریپټوکسانتین ازاد رادیکالونه له منځه وړي او د زړښت، سرطان او مختلفو ناروغیو په مخنیوي کې مهم رول لوبوي.
• ډېر منرالونه لري
وچ زردالو په منرالونو لکه پوتاشیم، اوسپنه، زنک، کلسیم او منګنیز درلودونکې دي. پوټاشیم د بدن د حجرو د مایعاتو یوه مهمه برخه ده، دا د زړه لپاره ښه ده او د وینې فشار تنظیمولو کې مرسته کوي.
• صحي خواړه
زردالو د خپل غذايي فایبر له امله د هاضمي سیسټم ښه کوي او میټابولېزم زیاتوي. زردالو پرته له دې چې کالوري زیاتې شي د ناشونې په توګه وخوړل شي.