کورپاڼه / افسانه / د زلزلې له خطرونو به څنګه ځان ساتو؟

د زلزلې له خطرونو به څنګه ځان ساتو؟

د زلزلې څخه وروسته لارښوونې، لومړی حالت

تاسو د زلزلې څخه  وروسته د دوو حالتونو سره مخا مخ کېږئ.

۱- په لومړي حالت کې، دکور دننه ياستئ او د زلزلې په وخت کې  مو کور ړنګ شوی نه دی.

۲- په  دويم حالت کې ستاسو کور ړنګ شوی او خدای مه کړه تاسو د ړنګې شوې ودانۍ دخاورو خځلو لاندې ايسار شوي ياست.

لومړی حالت : کور مو د زلزلې نه وروسته جوړ دی.

١-   يوه شېبه د مخه زلزله په خيرسره تېره شوه،  اوس تاسو په خپل کور کې دننه ياستئ، وېره او ډارهم درسره شته، خو هڅه وکړئ خپل صبر او زغم بېرته
تر لاسه کړئ اود کورنۍ  نور غړي  هم وهڅوئ چې ځانونه ډا ډه کړي.

٢-  اوس يو څه ډاډه شوي ياستئ، غواړئ خپل کور وګورئ چې په زلزله کې څه ورپېښ شوي؟
هڅه وکړئ په  پيبلو پښو ونه ګرځئ، ځکه کېدای شي د زلزلې په وخت کې ستاسو د کور د کړکيو ښيښې  ماتې شوې وي، په دېوال کې راځوړنده اينه او ياهم تابلو ګانې  يا ديوالي ساعتونه  رالوېدلي وي  او  هرې خواته  يې ښيښي خورورې پرتې وي. که بوټان يا څپلۍ نه وي، کولی شئ د مجلې، کتاب  او ياهم د ډبل کاغذ څخه د يوې ټوټې په مرسته،  لومړی د خپلو پيبلو  پښو ته پيزار جوړ کړئ او بيا په کور کې وګرځئ. څو ښيښي مو په پښو کې لاړې نه شي.

٣-  شاو خوا ښه په ځير وګورئ. که په کوم ځای کې مو د برېښنا مزی پرې شوی ډېر ژر د برېښنا عمومي جريان قطع کړئ.
که د ګاز پايپونه  مو په کور کې غځېدلې  وي،او بوی مو احساس کړ، ډېر ژر د کور کړکۍ خلاصې کړې او هم ګاز له عمومي کانتور څخه بند کړئ. که د ګاز نل پرې شوی وي او بندېدل يې ناشونې  وي ډېر ژرله کور څخه ووځئ. پام مو وي چې په دې حالت کې د لاټين، د برېښنا ګروپ، سګرت او حتی دتيلي دلګولو څخه  هم په کلکه ډ ډه وکړئ.  په دې برخه کې لږه بې پروايي د ټول کور د سوځېدو سبب کېدای شي. که تياره  ډېره وي، د لاسي څراغ  څخه ګټه واخلئ.

۴- که په کور کې مو  اور لګيدلی وي، او مخه يې نيولی شئ، سمد لاسه هغه مړ کړئ، که زيات وي او د کنټرول څخه بهر وي، فوراً  له کوره ووځئ.

۵-  د اوبو د بمبې خواته هم ورشئ، که تر اوسه په نلونو کې اوبه وي نو ډېر ژر د راتلونکې زېرمې له پاره  يو څو لوښي ورنه  ډک کړئ او که د اوبو جريان قطع شوی وي،  په يخچال کې د شته یخ ټوټې په لوښو کې  واچوئ څو په اينده کې د اوبو له پاره حد اقل  ورنه ګټه واخلئ. که په نلونو کې اوبه راځي او ستاسو په کور کې نل پرې شوی وي، ډېر ژر کورته د اوبو د راتلو بهير له بهر نه قطع کړئ.

٦-   ورستيو ټکانونو ته هم ځانونه تيار کړئ، ځکه د لويې زلزلې څخه ورسته  کوچنۍ او سپکې زلزلې هم راتلونکې وي. نو ځکه مو يو ځل له کوره وتل  ضرور دي.  خو کله چې له کوره وځئ، د کور دروازې او کړ کۍ په احتياط خلاصې کړئ. پام مو وي چې له پاسه  څه شی درباندې راونه لوېږي. د وتلو په وخت  کې  به ښه وي چې  يو کس د مخه شي  اودکورنۍ نور غړي  د هغه پسې کتار شي. لومړی کس بايد  ډېر په احتياط لاره
و څاري چې تر مخ يې د زلزلې په وخت کې کومه کنده نه وي جوړه شوې او يا هم په ځمکه د برېښنا  تارونه يا لوڅ شوي کيبلونه  پراته وي.

٧-  له کوره بهر په ګاونډ کې د ژوبلوکسانو، ماشومانو زړو او معيبونو سره د مرستې لپاره ځنډ مه کوئ، په دغسې شېبو کې  لږه بې پروايي  انساني عمل نه دی.

٨- خپله لاسي راډيو چالان پرېږئ، چې د زلزلې په اړه دحکومتي وروستيو خبرتياوو او لارښونو  څخه خبرشئ.

٩-  خپل ټليفون  مصروف مه ساتئ،  پرېږدئ چې نورخپل خپلوان او دوستان،  تاسو ته ټليفون وکړي.

۱۰- د زلزلې نه وروسته خپلو خوړو ته هم پاملرنه وکړئ چې د کور دماتوشوو  ښيښو، وړی وړی زرې پکې ګډې شوې نه وي.

١١- خپل کور  ښکته پورته ښه په ځير وګورئ او ځان ډاډمن کړئ چې دزلزلې په وخت کې يې کوم درز ياچاود کړی که نه؟ د زيانمن شوو ودانيو څخه ژر ووځئ، کېدای شي چې د زلزلې وروستي ټکانونه هغه ونړوي.

١٢- که ستاسو کور بيمه وي او دزلزلې له امله يې کومه برخه نړيدلې وي .مخکې له دې نه چې دهغې برخې  په جوړولو او پاکولو پيل وکړئ، ښه به وي لومړی يې عکسونه وباسئ چې وروسته يې بيمې ته د سند په توګه وړاندې کړئ.

١٣-  دزلزلې  څخه وروسته په لومړيو شېبو کې هڅه وکړئ چې د سړو خوراکونو لکه کنسرو څخه ګټه واخلئ. او که دا نه وي نو د خوراکی موادود پخو لو لپاره، د کور دننه  په نغري، بخارۍ او يا هم د ګازي ډبې د لګولو څخه ډډه وکړئ. او که اړتيا وي، نو دا کار بيا له کوره بهر په ازاده فضا کې وکړئ.

۱۴- د اوازو او افوا ګانو د اچولو څخه ډډه وکړئ.

۱۵- په کوڅو او سړکونو کې ګڼه ګوڼه مه جوړوئ پرېږدئ چې د مرسته کوونکو ډلو امبولانسونه او موټرې  بې له ځنډه تګ راتګ وکړي.

١٦- د  ړنګو شوو شويو ودانيو ليدو او سيل ته مه ورځئ او مه په هغو کې  بې ضرورته  تګ راتګ مه کوئ.

١٧-  په ځمکه د برېښنا پرتو تارونو او کيبلونو ته لاس مه وروړئ، د تګ را تګ په وخت کې مو هم پام وي چې لاس يا پښه مو ورسره تماس ونه کړي.

۱۸-  که چېرې د خاورو ګټو لاندې  د کوم ايسار شوي کس  غږ اورئ، ځنډ مه کوئ،  سمدلاسه يې د پيدا کېدو په لټه کې شئ. ځکه کېدای شي نوموړی شخص  ټپي وي،  وروسته بې هوښه شي او د بيا غږ کولو توان ونه لري.  د خاورو خځلوڅخه د ټپي  د را اېستلو په وخت کې له ډېر احتياط څخه کار واخلئ چې خدای مه کړه  د ملا تير ( ستون فقرات )  ته يې  زيان ونه رسېږي.
۱۹- د سختې زلزلې څخه وروسته، ډېر کسان کولی شي چې تاسو سره مرسته وکړي.  خپلې اندېښنې او هغه څه چې تاسوځوروي، دنورو سره شريکې کړئ.
دهغو کسانو سره له مهربانۍ او محبت نه کار واخلئ چې تاسو په هغو کې د سترس نښې لکه : وېره . چټک تنفس يا ساه اېستنه، په خوب کې ګډووډي او نور ګورئ.

٢٠- د اصلي زلزلې  څخه وروسته، د سپکو ټکانونو له پاره هم  د لومړنيو اړتياو، ضروري توکي زېرمه کړئ.

٢١- له هغو زلزلو وروسته چې په سيمه کې زيات کورونه نړېږي، تر  درې ورځو پورې هڅه مه کوئ خپلو شخصي مصرفيتونو ته لاړ شئ، په خپل کور کې مو شتون ضرور دی. ځکه  په دغسې وختونو کې د ځينو حاشيوي  غلو او داړه ماران له خوا د کورونو د شتو مالونو د غلاوو تر څنګ په ناموس تېری او د ماشومانو د غلاکولو هڅې هم ملګرې وي . څو په سيمه کې امنيت راځي ښه به وي چې څو ګاونډۍ کورنۍ يوه هسته جوړه کړئ  او خوا په خوا و اوسيږئ.

٢٢-  د ويجاړونکې زلزلې څخه  وروسته  په سيمه کې بې امنيتي زياته وي، که موټر لرو هغه ژر تر ژره پنچر کړئ  او بيټرۍ يې ورڅخه وباسئ.

٢٣- هېر نه کړئ چې تاسو سره د زلزلې څخه وروسته يوازې نغدې پيسې مرسته نه شي کولی .  هغه څه چې تاسو سره  په هر وخت کې مرسته کولی شي، په کور کلي او کو څه کې د ګاونډيانو او دوستانو سره ستاسو  نېک او ښه اړيکي  دي. هيله ده  چې دا پانګه د يوې ورځې نه بلې ته زياته کړئ.

۲۴- که په زلزله کې مو کور څه ناڅه وران شوې وي، په اوس وخت کې د اوسېدو وړنه وي تاسو غواړئ بل ځای ته لاړ شئ او يا هم د کور سره نږدې په خپله باغچه يا د کلي په ميدانۍ کې واوسئ، ښه به وي چې ددرې ورځو لپاره خوراکي مواد او اوبه د ځان سره يوسئ. دخوړو او اوبو زېرمه ستاسو د روحيي تقويې سره مرسته کوي.

۲۵-  که غواړئ کومې لرې سيمې ته کډه وکړئ، خپلو خپلوانو او دوستانو ته په ټليفون خبر ورکړئ. که دا امکانات نه لرئ د خپل کور په دروازه يا کومه بله جوړه برخه ليکلی  ياداښت پريږدئ. په ياداښت کې بايد خپل تګ لوری په روښانه توګه وليکئ.

دا هم ولولئ

د زيتون تېلو حيرانونکې ګټې

د زیتون د غوړیو له بوی، خوند او روغتیایی ګټو څخه تقریباً موږ ټول خبر …

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *