کورپاڼه / افسانه / د نړۍ غوره نړيوال هوايي ډګر وپېژنئ

د نړۍ غوره نړيوال هوايي ډګر وپېژنئ

د هوايي چلند مشورتي ګروپ د ۲۰۲۲ کال لپاره د نړۍ د غوره هوايي ډګرونو کلنی نوملړ خپور کړی، چې پکې د قطر پلازمېنې دوحه کې د حمد نړیوال هوايي ډګر یو ځل بیا لومړی مقام خپل کړی، د دوحې حمد نړیوال هوايي ډګر په ۲۰۲۱ کال کېهم لومړی مقام خپل کړی و. د نړۍ د غوره هوایي ډګرونو نوملړ د ترمینل ترتیب، د وای فای او رسټورانټونو شتون او نورو په اړه د خلکو نظرونو په پام کې نیولو سره ترتیب شوی. د نړۍ له 550 نړیوالو هوایی ډګرونو څخه 5 یې په آسیا کې دي، پداسې حال کې چې نور پنځه یې اروپايي دي.

د دغه نوملړ له مخې د توکیو نړیوال هوايي ډګر له حماد نړیوال هوايي ډګر وروسته دویم، د پاریس د چارلس ډيګال هوايي ډګر شپږم، د جرمني د مونیخ هوايي ډګر اووم، د استانبول هوايي ډګر اتم، د زیورخ هوايي ډګر نهم او د کانسای هوایي ډګر په لسم ځای کې و، په داسې حال کې چې د متحده ایالاتو هېڅ هوایي ډګر په دې نوملړ کې ځای نه درلود.

دا هم ولولئ

د زيتون تېلو حيرانونکې ګټې

د زیتون د غوړیو له بوی، خوند او روغتیایی ګټو څخه تقریباً موږ ټول خبر …

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *