کورپاڼه / افسانه / د لمر وړانګې د پوستکي د سرطان لامل کېږي

د لمر وړانګې د پوستکي د سرطان لامل کېږي


موږ ټول په ورځ کې هرو مرو د لمر د وړانګو تر اغېز لاندې راځو او خپلې ورځنۍ چارې د لمر په شتون کې سرته رسوو، دا چې زموږ بدن ویټامین ډي لپاره د لمر وړانګي څخه ګټه اخلي ضرورت دی، خو د ۱۰ دقيقو لپاره بسنه کوي، که چېرې د حد څخه ډېر شي نو د وېښتانو د تویېدو او هډوکو ته ضرر رسوي. د دې ټولو زيانونو تر څنګ د پوستکي د سرطان لامل هم ګرځي. د پوستکي هغه برخې چې د لمر په وړاندې ډېر وخت قرار نیسي لکه، اورمېږ، مخ، لاسونه او داسې نور… ډېری وخت د یادو ځایونو د پوستکي رنګ  بدلون د سرطان نښې نښانې کېدای شي، ټول بدلونونه د سرطان له نښو څخه نه دي؛ یوازې قهوه یې سره ډوله خالونه د سرطان نښه اوسېدای شي، نو که چېرې تاسو د رنګ بدلون او یا هم کوم بدلون په خپل پوستکي کې ګورئ ډاکټر ته مراجعه وکړئ. هغه عوامل چې د پوستکي د سرطان لامل کېږي په ادامه کې یې ولولئ.

ـ د لمر له کبله د پوستکي سوځېدل، د لمر د یو وي د وړانګو له کبله ستاسو پوستکی زیانمن کېدای شي، چې د یادې له سببه پوستکی هم سوځي او دا د پوستکي سوځېدنه د پوستکي سرطان لامل ګرځي، خو دې خبرې ته مو پام وي، د پوستکي سرطان ډېر په کراره عمل کوي کېدای شي د پوستکي د سوځېدو څخه ۲۰ کاله وروسته ستاسو د پوستکي سرطان تشخیص شي. د دې له پاره چې د یاد سرطان څخه په امن کې اوسئ تاسو کولای شی د سن بلاکونو  څخه استفاده وکړئ. د ژمي او د اوړي د لمر اغېز دومره فرق نه لري خصوصا د سهار له خوا لمر پوستکي ته ډېر زیان لري.

ـ په ارثي ډول د پوستکي سرطان، کله چې ستاسو د وراثت په شجره کې د سرطان سابقه ولرئ. نو تاسو ډېر د پوستکي سرطان د ناروغي سره مخامخ یئ او همدارنګه هغه کسان چې روښانه پوستکی لري هغوی باید ډېر د لمر له وړانګو څخه امن کې اوسي.

ـ  د چاپېریال اغېز، د اوزون پوړد کموالي له کبله  د یو وي وړانګې اغېز نور هم د ځمکې پر مخ ډېرېږي او د یادې وړانګې زيان اغېز په پوستکي باندې هم ډېرېږي، چې د پوستکي سرطان لامل ګرځي.

دا هم ولولئ

د یو بریالي او تکړه کارکوونکي ترټولو اړينې وړتياوې پېژنئ؟

د یو کارکوونکي په توګه ستاسو بریا تر ډېره حده د اړیکو ساتلو په وړتیا …

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *