کورپاڼه / افسانه / حامله ښځه بايد له لاندنيو خوړو څخه پرهېز وکړي

حامله ښځه بايد له لاندنيو خوړو څخه پرهېز وکړي

د حامله ګۍ موده يوه ځانګړې موده ده او حامله ښځه بايد خپل ځينې غذايي دودونه بدل کړي. که نه، د خپلو خوښو زياتو خوړو خوړلو له امله به جنين ته زيان رسوي. کوم کوم خواړه د حامله ښځې لپاره د پرهېزانه دي ؟

پالک: ټولو ته معلومه ده چې په پالک کې د اوسپنې عنصر شته چې د وينې غني کولو لپاره ډېره ګټه لری، دغه راز زياته اندازه ويتامين سي پکې هم شته. ولې حامله ښځه بايد دغه ګټور سابه کم وخوري؟ د څېړنې له مخې که څه هم په پالک کې د اوسپنې توکی شامل دي، خو اندازه يې کمه ده . د يادونې وړ خبره دا ده چې په پالک کې زياته اندازه اوکسليک اسيد موجود دي چې دغه مواد په کولمو کې د کلسيوم او جست جذبولو لپاره بد اثر لری، خو کلسيوم او جست په بدن کې ډېر لازم معدنی مواد دي. که کلسيوم او جست د اوکسليک اسيد لخوا له منځه ځي، نو د اړتياوړ کلسيوم او جست د کمښت له امله د جنين د هډوکو او غاښونو ودې ته زيانمن وي. دغه راز د جست کمښت د حامله ښځې د اشتها خرابوالۍ لامل هم دی چې په پايله کې به جنين ته غني غذايی مواد و نه رسول شی او د جنين پر عادي ودې باندی بد اغيز ولګول شی.

ټينګ چاي: زياتې حامله ښځې د چای څښلو عادت لري، د توجه وړ خبره دا ده چې د حامله ګۍ په موده کې بايد دغه عادت بدل کړي په تېره بيا ټينګ چای و نه څښي ځکه چې په چای کې له دوه سلنې څخه تر پنځه سلنې پورې کافئين شامل دی چې کافئين له اندازې څخه د جنين د حرکاتو هڅونه کوي، حتی د جنين عادي ودې ته زيانمن دي. برسېره پردې له ټاکلي اندازې څخه د زيات چای څښلو بده نتيجه به دا

وي چې په چای کې د مازو جوهر په خوړو کې د اوسپنيزو عناصرو سره يو ځای کېږي او حامله ښځه او ددې جنين د وينې لږوالي په ناروغۍ اخته وي.

ژر خوړلی خواړه : ژر خوړلي خواړه ډير خوند لري او د زياتو حامله ښځو خوښ دي. د ډاکترانو په اند دغه ډول خواړه د حامله ښځې لپاره ګټور نه دي ځکه چې په دغه ډول خوړو کې شحمي مواد کم دي. که حامله ښځه هره ورځ دغه ډول خواړه وخوري، په بدن کې به د شحمي اسيد د کمښت سبب شي، خو شحمي اسيد د جنين مغز د ودې لپاره ډېر لازم دی. په خاص ډول ويل کېږي چې د حامله ګۍ په لومړنۍ موده کې د جنين جفت رامنځته کېدنه لازم شحمي اسيد ته هم اړتيا لري
البته حامله ښځه بايد له ځينو نورو خوړو مثلا چنګاښ، د غوړيو او
ترشو خوړو څخه هم پرهېز وکړي

دا هم ولولئ

د یو بریالي او تکړه کارکوونکي ترټولو اړينې وړتياوې پېژنئ؟

د یو کارکوونکي په توګه ستاسو بریا تر ډېره حده د اړیکو ساتلو په وړتیا …

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *