
ژوند مصروف دی، تاسې هم په مخکې ډېر کارونه لرئ چې باید تر سره يې کړئ، خو سر مو ډېر درد کوي. ډېر خلک د سر درد د آراموالو لپاره دارو درمل کاروي. ځینې ممکن خوب غوره وګڼي خو پوهېږئ چې ولې سر درد درته پیدا کیږي؟
• فکر به کوئ چې تر روحي فشار لاندې ياست یا هم ډېر غږېدلي ياست. دا سمه ده خو ستاسو پام نه دی چې په مناسبه اندازه د اوبو نه څښل هم ډېر کله د سر درد لامل کېږي. ستاسو دماغ په اوبو پوښل سوی دی. د دماغو د ښه فعالیت لپاره اوبو ته اړتیا ده.
• کله چې دماغو ته په مناسبه اندازه اوبه ونه رسېږي، کوپړۍ ته یو ډول زور ورکوي چې ډېر دردونکی وي. د دې لپاره چي د دې خطرناک سر درد څخه خلاص شئ، ښه دا ده چي ډېرې اوبه وڅښئ او پايلې يې وسنجوئ. تازه مېوه او شنه سبزي هم د سر درد په کمولو کې مرسته کوي. که په راتلونکي کې مو کله هم سر درد درلود ، مخکې له دې چې دوا وخورئ یو ګيلاس اوبه وڅښئ.