کورپاڼه / افسانه / د لېمو په مرسته څنګه سېګ+رېټ پرېښودلی شئ؟

د لېمو په مرسته څنګه سېګ+رېټ پرېښودلی شئ؟

په داسې حالت کې چې د سېګ+رېټو پرېښودلو لپاره د رسنیو له لارې ډېر تبلیغات کېږي، یوه داسې طبیعي لاره شته، چې د هغې له لارې خلکو ته روحیه ورکول کېږي او په بشپړه توګو د سېګ+رېټو پرېښودلو لپاره ډېره ګټوره ده.
د لېمو په مرسته د سېګ+رېټو پرېښودل
شونې دي، چې څو څو ځلې به تاسو دا جمله اورېدلې وي، چې هان مخکې له پیل څخه د پرېښودلو په اړه فکر وکړئ. البته دا جمله هغو خلکو ته ګټوره ده، چې د سېګ+رېټو په څېر کار پرېښودل غواړي. هغه لاره چې تر ټولو ډېره راحته ده او هېڅ لګښت پرې نه راځي، هغه د لېمو کارول دي.

د لېمو په مرسته د سېګ+رېټو پرېښودلو لپاره لاندېني پړاوونه ترسره کړئ.
لومړی پړاو:
تاسو باید حالات په خپله ګټه کړئ. باید د سېګ+رېټو پرېښودلو لپاره خپله کلکه پرېکړه ونیسئ او دې ته اجازه مه ورکوئ، چې هېڅ عذر او بانه تاسو له خپلې پرېکړې واړوي.
په زرګونو کسانو د سېګ+رېټو پرېښودلو پرېکړه کړې ده او په دې کار کې بریالي شوي هم دي، ځکه پرېکړه یې کلکه وه.

دویم پړاو:
د غاښونو برسولو لپاره د غاښونو د کریم پر ځای د لېمو له اوبو یا خپله له لېمو څخه کار اخیستلی شئ. تاسو ځان ډاډه کړئ، چې دا تر ټولو ښه لاره ده، ځکه د ځان په ډاډه کولو سره تاسو تر ټولو ښه پایله اخیستلی شئ.
په لېمو کې چې کوم اسید شته، هغه ستاسو د وریو، غاښونو او د خولې په نورو کونجونو کې هغه مضره مواد له منځه وړي، چې د سېګ+رېټو له نېک+وټینو څخه لاس ته راځي.
خپل غاښونو په لېمو باندې سهار کې وروسته له راویښېدو او د شپې تر خوب مخکې ووینځئ. البته د ورځ په اوږدو کې هم تاسو د خپلې اړتیا مطابق دا کار کولی شئ.
دا کار سلېقې او د بدن اړتیا پورې اړه لري. په عام ډول وروسته له یوې اوونۍ د ورځې په اوږدو کې وینځلو ته هېڅ اړتیا نشته.

دا هم ولولئ

د یو بریالي او تکړه کارکوونکي ترټولو اړينې وړتياوې پېژنئ؟

د یو کارکوونکي په توګه ستاسو بریا تر ډېره حده د اړیکو ساتلو په وړتیا …

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *