کورپاڼه / افسانه / د نږور او خواښې تر منځ د خپګان لاملونه!

د نږور او خواښې تر منځ د خپګان لاملونه!

د ناوې او خواښې تر منځ د اختلاف لاملونه د بشري تاریخ په څېر پخواني دي. دغه تضادونه په ډېری سومي هېوادونو کې د فیلمونو او سریالونو اصلي دلیلونه دي. څېړنو څرګنده کړې، چې د ښځو له خوا ډېری کورنی تاوتریخوالی د خواښې او نږور تر منځ له اختلاف څخه سرچینه اخلي.

د نږور او خواښې تر منځ د اختلاف لاملونه!

ـــ د مورولۍ او زوی ولۍ اړیکې او د قدرت له لاسه ورکول!
زموږ په څېر په نرواکه ټولنه کې، د زوی درلودل د ښځې لپاره د قدرت په مانا دي. په طبیعي ډول ښځه یانې د خاوند مور د قدرت وېش او له لاسه ورکول نه غواړي. دلته غټ رقیب نږور ده او له همدې امله مخالفت پیل کېږي.

ـــ مور په ټینګه د اولاد ساتنه کوي!
یوه مور د زوی د ښې ساتنې په موخه له نږور سره اخته کېږي، ځکه زوی ته د زیان رسېدلو اندېښنه ورسره وي.

ـــ خاوند او مېرمن کېدل نه پېژندل!
که څه هم چې ټول ښځې او نارینه ودونه کوي، خو هر یو یې خاوند او مېرمن کېدلای نه شي. د خاوند او مېرمن کېدلو تر مخه یې اولاد پیدا کېږي. له هغو کسانو چې د لویانو په څېر فکر نه لري د ښه کورني ژوند تمه نه شي کېدای. دغه مسئله هم د خواښې او نږور تر منځ ستونزې ته لاره اواروي.

ـــ ګډ ژوند کول!
که له اقتصادي ستونزې وي، یا له فرهنګي اړخه، خواښې او نږور مجبوره دي چې ګډ ژوند وکړي. دغه ګډ ژوند د خواښې او نږور تر منځ ستونزو ته زمینه برابروي.

ـــ له نږور څخه شکایت کول!
له نږور څخه د خواښې شکایت، د خاوند او مېرمنې تر منځ په اړیکه او ګډ ژوند کې د ستونزو د رامنځته کېدلو سبب کېږي.

ـــ د خدمت تمه کول!
له نږور څخه د خواښې د ډېر خدمت تمه کول، یو له هغو سببونو دی چې ستونزې را پیدا او نږور ازاروي. نږور هم خاوند ته ګیله کوي او دغه حالت د خواښې او نږور د مشکلاتو پیل دی.

ـــ د تجربې نه درلودل!
د واده په پیل کې د سخت ټولنیز ژوند درلودل، د خاوند کور ته تګ او دې موضوع ته د “نه” ویلو توان نه لرل، د راتلونکې نږور لپاره یوه مهمه مسئله شمېرل کېږي. د خاوند او مېرمن کېدلو لومړنی قانون دا دی، چې نوې را منځته شوې کورنۍ یوه ځانګړې سیمه ده. مېرمن او خاوند باید دغه مسئله درک کړي او د بې تجربې توب ښکار نه شي.

ـــ د خاوند بې مسؤلیتي!
که خاوند خپلې مېرمنې ته ارزښت ور نه کړي او یا یې له پامه وغورځوي، ستونزه را منځته کېږي. که خاوند د خپلې مور او مېرمنې دغه مشکل ویني او داسې چلند کوي لکه هېڅ ستونزه چې نه وي، دغه حالت نور هم پسې خرابېږي.

ـــ د اړیکې طرز بدلول!
د وخت په تېرېدلو هر شی حتا اړیکه هم بدلېږي. خواښې چې له خپلې خواښې زده کړه کړې وي، یا د ژوند د حالاتو له بدلون او اړیکو څخه پیروي نه کوي، په ستونزو اخته کېږي.

ـــ زوی یا خاوند؟
نارینه چې په واده سره نوی رول نه شي لوبولای، د خواښې او نږور تر منځ د مشکل دلیل کېدلای شي. دغه مسئله هغه وخت لا سختېږي چې ډېری نارینه د ستونزې د حل په موخه له مېرمنې سره وي، خو لومړیتوب مور ته ور کوي او مېرمنې ته توجه نه کوي. دغه کار یې ستونزه لا پسې سختوي. نارینه باید پوه شي چې لومړی خاوند دی، بیا زوی. هر کله چې د دغه ستونزې په توپیر پوه شو، یو ښه خاوند کېدلای شي.

دا هم ولولئ

د یو بریالي او تکړه کارکوونکي ترټولو اړينې وړتياوې پېژنئ؟

د یو کارکوونکي په توګه ستاسو بریا تر ډېره حده د اړیکو ساتلو په وړتیا …

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *