کورپاڼه / ژوند / څنګه مطالعه وکړو؟
مطالعه

څنګه مطالعه وکړو؟

تاسو به ډير کله د مطالعې کولو له ستونزو سره مخ شوې ياست زياتره محصلین او متعلمین، که چرته مونږ د ټوکو ټکالو، ناولونو، شعرونو او کيسو کتابونه لولو په دماغو مو هيڅ ټينشن يا بوج نه وي خو ولی کله چې مونږ درسي کتابونه لولو په سر مو درد يا بوج او خوب ته ورته حالت په مونږ راځي ددې لامل څه کېداي شي؟

لاندې ليکنه کې به واضع شي.

لومړی: که تاسې کتاب لوستلو سره بيخي علاقه نلري او يا یې کتاب مطالعه کولای نه شئ   هرکله چې کتاب لولي يا مطالعه کوي له داسې کتاب څخه شروع کړي چې ستاسې شوق او علاقه ورسره وي ، که هغه د ټوکو ،کیسو، ناولونو، شعرونو وي کوم مضمون سره مو چې شوق وي له هغه کتابه ېې شروع کړئ .

دویم:  که مو کتاب لوستلو کې زړه تنګون احساس کوو يا مو په سر درد راتللو يا خوب راتللو د کتاب داسې برخه يا عنوان انتخاب کړه چې ستاسو ورسره علاقه مينه اوسئ هماغه ځايه مطالعه سروع کړئ.

دریم:  که مو بيخي مطالعه کولو وس يا علاقه نه وی یا یې کولای نه شی ، ضرور او حتمي نه ده چې ته دې د پوهنتون ،مکتب ټوول کتابونه تکرار کړي د یو مهال ویش په لارښونه لاړ شه او  په مهال ویش کې چې مو کوم کتابونه دي هغه څخه کتاب انتخاب کړه بيا د کتاب څخه يو عنوان درس ولوله کتاب مو بند کړئ،  لږ تفریح یا یوه ورځ پس یو بل عنوان ولوله، همداسې عنوان په عنوان درس یا کتاب لوستل شروع کړه ، دا کار ددې سبب کیږي چې تاسې کتاب لوستلو يا مطالعه کولو سره عادت او علاقمندي پيدا کوي تردې چې ټول کتاب به بيا لوستلای مطالعه کولای شي.

څلورم: د کتاب لوستلو يا مطالعه کولو لپاره ځاي انتخاب ډير مهم دي که مطالعه د سهار لخوا شروع کړي ډير به ښه وي ځکه سحار کې دماغ ارام فريش وي او زده کولو قوه لا پیاوړي وي ځای انتخاب ډير مهم دي لکه ارام ځای چې شور لوړ اوازونه موټرو اړازونه د کور اوازونه نه وي ځکه کله چې تاسې مطالعه کوي او شاوخوا مو مزاحمت کیږی نو هيڅکله به سمه مطالعه او يا زده کړه ونه کړي.

پينځم: د د کتاب لوستلو یا زده کړې لپاره باید تاسې روحاً ارام اوسي کله مو چې مغز ارام نه وي بيا هم زده کړه نه شئ کولای.

شپږم:  د کتاب لوستلو لپاره غذایي رژیم یا د خوړو سيستم ډير مهم دي که تاسې کمه انرژي لرونکي خواړه یا ډير سخت خواړه وخوري هم درس یا مطالعه نه شي کولای پکار ده چې له منظم ډول خوړو څخه استفاده وشي او خپله انرژي باید پوره کړو.

اووم:  زمونږ بدن باید د اوبو له پلوه کافي وي يعنې مونږ باید په پوره اندازه مایعات يا پاکې برابرې اوبه وڅښو ترڅو دبدن هغه فشار موازنه مو برابره اوسئ.

اتم:  د مطالعې لپاره یو ځوان ته پکار ده چې خپل خوب باید منظم وساتي او پوره 8 ساعته خوب پوره کړي البته د ورځې څخه د شپې خوب ډير مهم او مفید دي.

نهم: د کتاب لوستلو پر وخت که خوراکه استفاده کیږی تر.ټولو ښه خوراک بیا تورچاکليټ یا ککو همدارنګه ورسره خواږه شيان مهم دي لکه مخکې مو چې وويل چاکليټ، ککو او تورې چاي یا شيدې چای ډیر فايده مند دي ځکه چې زمونږ د ماغ لپاره مهم خواړه هغه ګلکوز دي او چاکليټ او ککو پوره اندازه شکره لري د مطالعې پر وخت زیاتره خلکو شکره یا ګلکوز ښکته کیږي ترڅو ويښ اوسو یا خوبه وړي نه اوسو دغه خوراک مهم دي که یو شخص شکره یا وزن زیات وی استفاده ترې نکوي البته د مکتب او پوهنتون دوره ځوانه وي نو ځوانان ډير کم شکره لری خو چاغښت لري باید ځان ترې وساتل شی.

لسم:  که مو کتاب سخت وي یا یې حجم زیات وي لومړی ټول کتاب رواني ولوله.

دويم ځل هم کتاب رواني ولوله .

دریم ځل لږ ، لږ په ځنډ يا سلو سلو ولوله.

څلورم ځل مهم نقاط په نښه کړه.

پينځم ځل یې بیا سم پوښ ولوله ترڅو ذهن کې مو پاتې  شي ان شاءالله پورتنی خبرو په عملي کولو سره کتاب

لوستل به درته یو شوق مينه او خوند ښکاري.

ليکوال:  ډاکتر طارق حبیب

دا هم ولولئ

ژوند

ژوند مو ښکلی کړئ!

ژوندونه مختلف نه دي، له ژونده د خلکو غوښتنې بیلابیلې دي، ځينی له ښار د …