کورپاڼه / روغتيا / مرچک د ویټامین سي ښه زېرمه ده
سي

مرچک د ویټامین سي ښه زېرمه ده

دفرانسې په پونټ چیلو پوهنتون کښې  دپینځو شپیتو(65) صحتمندو او له فلج څخه د اغیزمن شویو کسانو د وینو په نمونو یا سیمپلونو کښې  په ویټامینونو غور وشو او معلومه شوه چې له ویټامینونو د ډکو خوراکي شیانو استعمال دانسان دوینې جریان کنټرولوي او انسان د فلج په شان له خطرناکو ناروغیانو ساتي.

په فرانسې کښې په یوه  نوي ترسره شوي تحقیق کښې ویل شوي دي چې د ویټامین سي(VITAMIN C) استعمال انسان له فلج یا دشل کیدا له ناروغۍ ژغوري .

په ژمي کې دیخ له کبله  له ناروغیو سره مخ کیږوځکه، خو ډیری خلک  له بازاره ویټامین رانیسي،چې دخپل بدن دفاعي ځواک پرې پیاوړی کړي.
په المان کې دخوارکي توکو ټولنه وايي: ددې پر ځای، چې مصنوعي ویټامین مصرف کړو باید سبزي او میوې وخورو، چې دویټامین C تشه رامنځته نه شي.
مرچک دویټامین C تر ټولو ښه زیرمه او طبیعي درملتون بللې شو.

_ویټامین سي ستاسو پوست د چرک او ګونزې والي (چملکې) څخه ساتي.

-ویټامین سي د بدن دفاعي سیستم تقویه کوي.

-ویټامین سي د سترګې او غاښو د مرضو څخه ساتنه کوي.

-د وینې کمبود او د بدن ډنګروالی کموي.

-هډوکي ته نشو ونما ورکوي.

-دا هم باید په ذهن کې ولرو چې امیندوارو (حامله) ښځو ته دا ویټامین په کافي اندازه لازم دي، ولې چې کوچنیان په ښه توګه پياوړي کوي.

-دا ويټامین عموما په نباتاتو کې بالخاصه په سبزیو، ترکاریو او تازه میوو کې بيخې زیات دي. لکه: نارنج، مڼه، انګور، لیمو، ام او داسې  نور.

په غوښه او شیدو کې دا ویټامین ډېر لږ وي. کارپوهان وايي: دزکام دمخنیوي لپاره باید په منظمه توګه د درمل له خوړو ډډه وشي، مرچ کولای شي له دې ستونزې مو خلاص کړي.

دا هم ولولئ

دوه هګۍ او زنګون

دوه هګۍ راواخلئ او پخپلو پښو او د زنګانه په سترګه یې ووهئ

ویل کېږي چې د بدن هر بند د ځانګړي اهمیت لرونکی وي خو د زنګانه …