کورپاڼه / روغتيا / په خپل سر د مېکروب ضد درملو استعمال زيانونه
درمل

په خپل سر د مېکروب ضد درملو استعمال زيانونه

ورځ تر بلې زمونږ چاپيریال د بیلابيلو لاملونو له کبله ککړیږي چې ګڼ شمیر روغتیایي ستونزې هم له ځان سره زيږوي. د چاپیریال ککړیدل پخپله د يو هېواد اوسيدونکي پورې مستقيم اړيکه لري او ورسره نور لاملونه لکه غربت، ناامني، د سيواد کچې کموالى.

مطلب مو د چاپیریال ککړتيا څخه دا و څومره چې زمونږ شاوخوا ځایونه ککړ وي یا ګنده وي هغومره صحي خدمات او همدغومره روغتیا ته چندان پاملرنه نه کیږي.

د يو روغ بدن درلودلو او روغ شحصیت درلودلو لپاره تر ټولو مخکې د یو هېوادو وګړو يا د يوې ټولنې د وګړو لپاره د چاپيریال پاکوالى مهم دى ځکه چې چاپيریالي ناپاکي مسقیم پر روغتیا او خوړو باندې اغېز پرېباسي.

د پاکوالي اهتمام او پاملرنه نه کول ددې سبب کیږي چې یو روغ بدن پر بيلا بيلو مرضونو، وايروسونو، پرازيټونو او فنګسونو اخته شي او ناروغه شي، ددې له امله دغه شخص مجبور دى چې میکروب ضد درمل استعمال کړي.

اوس خپلې اصلي موضوع ته راګرځو چې د میکروبو درمل په خپل سر استعمالول کوم زيانونه لري.

١-: دا چې وروسته پاتې هېوادونو کې د روغتیایي ستونزو ډيرښت له کبله او د نامنيو او سيواد کچې کمښت له کبله خلک یې پر بیلابيلو امراضو اخته کیږي، د روغتیايی خدماتو نه شتون او عامه پوهاوي د نه شتون له کبله دغه خلک مجبور دي چې د یو درملتون څخه په خپل سر درمل واخلي ځکه دلته د غربت له کبله ډيرى خلک ډاکټر ته د تګ لپاره وس نه لري او نه هم د معايناتو وس لري، مجبور دي په خپل سر درمل وخوري چې ډير کله دغه درمل ورته ستر سرخوږى جوړوي.

په ظاهري ډول شاید دغه شخص میکروب ضد درملو سره جوړ شي خو ولې اينده کې يې ځان لپاره يو ستر مشکل جوړ کړ، بيا بيا انټي بایټيک یا د میکروب ضد درملو استعمال له کبله دغه شخص د ميکروب ضد درملو مقابل کې مقاومت پيدا کوي. که چرته اينده کې دغه شخص مریض شي او همدغه میکروب ضد درمل يې يواځيني د مرض لپاره درملنې وړ وي پر دغه شخص به بيا دغه درمل کار نه کوي، ځکه باکټريا د دغه درملو سره پيژندګلوي لري او دغه د درملو مقابل کې ځان پټوي يا ورسره مقابله کوي. د یو څو افغانيو لپاره اوس دغه شخص نه یواځې اقتصادي تاوان بلکې ګڼې روغتیایي ستونزې هم ځا ته پېدا کړې.

بل دا چې مونږ د درملو په ډوز او اندازه او استعمال وخت باندې نه پوهیږو، که چرته په خپل سر يې زیات استعمال کړو چې دا حالت یو بيړني طبي ستونزه رامنځته کوي.

همدارنګه درمل باید څومره وخت لپاره استعمال شي؟ ځکه دا ډیره مهمه ده که چرته د لږ وخت لپاره استعمال کړو خپل ټاکلي وخت څخه میکروب به له منځه لاړ نه شي او دوباره به یو شخص ناروغ شي چې بیا ځل دغه درمل خوړل ميکروب يې مقابل کې مقاومت کوي، که د زیات وخت لپاره استعمال شي دا هم سترې روغتيایي ستونزې جوړوي.

٢-: د میکروب ضد درمل په خپل سر کارول نه دي پکار ځکه د هرې ناروغۍ لپاره مشخص میکروب ضد درمل شته، که یو شخص د ګردو ناروغي ولري؟ که یو شخص د ځيګر ناروغي ولري؟  که يو زنانه حمل یا ماشوم پر ګېډه ولري کوم درمل بايد استعمال کړي؟ د تنفسي سيستم لپاره کوم درمل؟ د هاضمې سیستم لپاره؟ د زخمونو لپاره؟ دا هره ناروغي خپل مشخص درمل لري چې په دې يواځې ډاکټران پوهيدلاى شي، عام خلک پرې نه شي پوهيدلاى، نو په جدي ډول د میکروب ضد درملو څحه ډډه وکړئ.

عام خلک د درملو په ډوز نه پوهیږي چې د ماشوم لپاره څومره اندازه درمل، د غټانو لپاره څومره درمل او څو وخته باید استعمال شي. کله، کله درمل پلورنکي يا فارميسيس لخوا ورته د درملو اندازه ښودل کیږي چې دا هم ناسم کار دی ځکه د ډوز په ټاکلو کې د هرې ناروغۍ شدت او د یو ناروغ فيزیکي جوړښت، وزن، عمر، جنسیت پکې ډير مهم دي.

يو شمېر نورې ناخوالې او زيانونه چې په خپل سر د ميکروب ضد درملو سره رامنځته کېږي.

٣-: کمخوني رامنځته کولای شي

٤-: د بدن دفاعي ځواک له منځه وړي او کمزورى کوي يې

٥-: په میکروب ژر ژر اخته کیدل یا ژر ژر مريض کیدل

٦-: میکروبونه د  بدن پر وړاندې مقاوم کېدل

٧-: د پښتورګو ستونزې رامنځته کوي

٨-: د ځيګر ستونزي پيښولى شي

٩-: د معدې مشکلات ډيروي

ليکوال : ډاکټر طارق حبيب

دا هم ولولئ

دوه هګۍ او زنګون

دوه هګۍ راواخلئ او پخپلو پښو او د زنګانه په سترګه یې ووهئ

ویل کېږي چې د بدن هر بند د ځانګړي اهمیت لرونکی وي خو د زنګانه …