کورپاڼه / روغتيا / د لویانو لپاره د ویټامین ډي د ورځني اړتیا کچه ۲۰ میکروګرام اټکل شوې
من

د لویانو لپاره د ویټامین ډي د ورځني اړتیا کچه ۲۰ میکروګرام اټکل شوې

په واشنګټن کي د جورج ټاوون څیړنیز مرکز څیړونکو په خپلو تحقیقاتو کي د ویټامین ډي د کمښت او د ویني د سرطان ترمینځ اړیکي راسپړلي دي، هغوی وموندله چي د لمر په وړانګو کي د شته ویټامین ډي تر ۷۵ سلنه پوري د سرطان په مخنیوي او تر ۵۰ سلنه پوري د سرطاني تومورونو د مینځته راتلو څخه مخنیوی کوي.

تراوسه څرګنده سوې نه ده چي لږ تر لږه څومره ویټامین ډي زموږ د وجود د ورځنۍ اړتیا لپاره بسنه کوي، زیاتره پوهان په دې اند دي چي ويټامین ډي ته زموږ د وجود اړتیا تر هغه زیاته ده چي فکر یې کیږي په داسي حال کي چي ددې ویټآمین کمښت په وجود کي د زیاتو ناروغیو د رامینځته کیدو لامل هم ګرځي.

 

له ۲۰۱۲ زیږدیز کال راپه دې خوا د لویانو لپاره د ویټامین ډي د ورځني اړتیا کچه ۲۰ میکروګرام اټکل سوېده، که نوموړې اندازه ویټامین ډي یوازي له غذایي توکو څخه په لاس راوړل کیږي نو  ۲۰۰ ګرامه د ماهي غوښه، دوه کیلو ګرامه پنیر، ۷۰۰  ګرامه هګۍ او یا ۵۰۰ ګرامه د غوایی غوښه د ویټامین ډي یاده سوې کچه تامینولای سي .

 

ډاکټران هغه کسانو ته چي د ویټامین ډي په کمښت اخته وي نسبتا زیات مقدار ویټامین ډي توصیه کوي د بیلګي په ډول هغه کسان چي په Multiple sclerosis اخته دي د ورځي باید لږ تر لږه ۱۸۰ مایکرو ګرام او له سرطان څخه د مخنیوي لپاره تقریبا ۲۴۰ مایکرو ګرام ویټامین ډي واخلي  بیا نو څرګنده ده چي ۲۴۰ مایکرو ګرامه ویټامین ډي له غذایي توکو لاسته راوړل بیخی ناممکنه بریښي.

 

زیاتره کسان په دې باور دي چي دوی کولای سي له غذایي توکو څخه د وجود د اړتیا وړ ویټامین ډي په لاس راوړي په داسي حال کي چي دا تر ډیره ناسم تصور ګڼل کیږي ، داسي غذایي توکي ډیر لږ دي چي په کافي اندازه ویټامین ډي ولري یا په بل عبارت یوازي هغه مهال زموږ د وجود د ویټامین ډي اړتیا پوره کیږي چي تقریبا هره ورځ د ماهي غوښه وخورو چي داهم تر ډیره ناممکنه بریښي، له دې نه بغیر امکان نه لري چي له غذایي توکو دي زموږ وجود په کافي اندازه ویټامین ډي تامین کړي.

مخکنیو لسیزو کي ډاکټرانو داسي فکر کاوه چي ویټامین یوازي د هډوکو او غاښونو په جوړښټ او استحکام کي رول لوبوي مګر وروستیو څیړنو ښودلې ده چي نوموړی ویټامین د وجود په سلامتیا او روغوالي کي په بیلابیلو برخو کي رغنده رول لري او کمښت یې ښایي په ځیني ناروغیو باندي د اخته کیدو خطر زیات کړي.

دا هم ولولئ

دوه هګۍ او زنګون

دوه هګۍ راواخلئ او پخپلو پښو او د زنګانه په سترګه یې ووهئ

ویل کېږي چې د بدن هر بند د ځانګړي اهمیت لرونکی وي خو د زنګانه …