کورپاڼه / روغتيا / د سينې درد او که د زړه درد؛ پېژندل، نښې، مخنيوى او درملنه
د سينې درد

د سينې درد او که د زړه درد؛ پېژندل، نښې، مخنيوى او درملنه

د سیني درد یا chest pain چې په طبي اصطلاح کې ورته وایي دغه درد د سینې په هره برخه کې رامنځته کېداى شي، د سینې درد شاید د زړه له ناروغیو سره تړلى وي او یا هم پرته د زړه له ناروغيو څخه رامنځته شي.

د سینې درد يو بيړنى طبي حالت دى چې باید عادي او عام ونه ګڼل شي او ژر تر ژره باید يو مجهز روغتیایي سنټر څخه ليدنه وکړئ، ځکه عام خلک د سینې درد او د زړه له درد سره توپير نه شي کولای نو بهتره ده چې د سینې درد ناروغان باید روغتون ته لاړ شي.

د سینې درد چې د زړه له امله رامنځته شوى وي چې انجينا پيکټوریس ورته هم وایي، که چرته پرته د زړه له ناروغيو څخه رامنځته شي بيا د هاضمې سيستم او تنفسي سيستم له ناروغيو څخه وي.

د سینې او زړه د درد توپير څنګه وکړو؟

د زړه درد په عمومي ډول د لوړ عمر ناروغانو کې رامنځته کیږي او دغه درد چپ لاس چپه اوږه او د غاړې شاته خپریږي، د زړه درد ناروغان لاس د زړه د پاسه موټى نيولى وي.

د زړه د درد ناروغانو تاريخچه کې لوړ فشار، د وینې غوړ ناروغي لري، د زړه د درد ناروغانو درد پرته د ساه اخيستلو سره درد موجود وي.

د زړه اړوند معاينات يې ترسره کیږي

د سینې درد د سږو له کبله رامنځته کېږي

د سینې درد ناروغان د  تنفس یا ساه اخيستلو سره ډيریږي

د سینې درد د سږو له کبله شاید ناروغان تنفسي ناروغي لکه ساه بندي او نورې ناروغي ولري په تاريخچه کې مشخص معاينات ترسره کیږي.

د هاضمې سيستم له کبله د سینې درد، د معدې له کبله وي د معدې د زخم له کبله رامنځته کیږي.

دلته ناروغان د انټي اسيدو او د معدې درملو سره سمدستي ځواب وايي او درد يې کمیږي، مګر د زړه اړوند او تنفس اړوند ناروغیو کې درد نه کمیږي بيا مشخص لابراتواري معاینات کیږي.

نښې نښانې

د سینې درد نښې نښانې تقریبا سره ورته وي

د زړه بدوالى

کانګې

سر ګرځېدل

خوله

ناراحتي

ساه لنډي

څنکه د سینې درد مخنيوى وکړو؟

د سینې د درد مخنيوى مخکې له مخکې څخه نه شي کیداى تر هغې چې د سینې درد لامل مشخص نه کړاى شي.

که چرته د زړه له امله وي باید د زړه اړوند درمل په دوامداره او مشخص وخت لپاره وخوړل شي او هيڅ ډول قضایي پکې رانه شي.

که د هاضمې سيستم ناروغیو له کبله وي، نو مشخص درمل باید تعقیب شي او د ډاکټر په لارښونو بايد عمل وشي.

درملنه

سمدستي دغه ناروغان د جدي څار لاندې نيول تر څو چې د سينې درد لامل مشخص کړای شي.

ناروغ باید یو طبي سنټر ته ولیږل شي.

د ناروغانو حیاتي علایم وخت پر وخت چیک کړاى شي.

د زړه لپاره باید مشخص معاینات لکه ایکو، EcG ترسره شي.

د هاضمې سیستم ناروغیو تشخيص لپاره د غايطه مواد معايناتو انډوسکوپي ترسره شي.

تنفسي سيستم امراضو تشخيص لپاره د سینې ایکسرى بايد وشي.

او د وينې معاينات بايد ترسره شي.

ليکوال: ډاکټر طارق حبيب

دا هم ولولئ

دوه هګۍ او زنګون

دوه هګۍ راواخلئ او پخپلو پښو او د زنګانه په سترګه یې ووهئ

ویل کېږي چې د بدن هر بند د ځانګړي اهمیت لرونکی وي خو د زنګانه …