کورپاڼه / روغتيا / کمپیوټر ته ډېر کېناستل د وینې د جریان ګډوډي رامنځه کوي
کمپیوتر

کمپیوټر ته ډېر کېناستل د وینې د جریان ګډوډي رامنځه کوي

کمپیوټر د انسان د ژوند د چارو په اسانه کولو کې ډېره مرسته کړې ده، چې د لوستي نسل له ژوند سره یو تړلی څیز ګڼل کېږي.خو، د انسان د چارو همدغه اسانګر بیا پخپله د انسان بدني او دماغي روغتیا ته زیان هم رسوي.

په داسې حال کې چې ځینې کسان باید هره ورځ له شپږو تر اتو ساعتونو په کمپیوټر کار وکړي، د مختلفو عمرونو لرونکي انسانان بیا د کمپیوټر کارول د خپل ورځني ژوند یوه برخه بولي.

د لندن په سان فرانسسکو سټیټ پوهنتون کې د یوې ترسره شوې څیړنې څخه وروسته پوه پروفیسر ایرک پيپر او دده ملګرو ویلي دي چې که تاسې په عام ډول په ولاړه سر پورته د غړۍ سره برابر سیده نیسئ نو پر بدن د سر «۵.۴۴» کلیو ګرامه یا «۱۲» پونډه وزن راځي. خو که چیرې کمپیوټر، مبایل، لیپټاپ او یا بل داسې څیز ته په کږه غړۍ ځير ګورۍ نو د سر کوږوالي اندازه «۴۵» درجې زاویې ته رسیږي چې له کبله یې سر ځوړند شي او سر پر بدن د «۲۰.۴۱» کیلو ګرامه یا «۴۵» پونډو پورې زور راولي.

وروسته له همدغو کسانو څخه تلویزوني معاینه ترسره شوه، په دې کې وموندل شوه چې د سر ټيټ نیولو له کبله د غاړې پر عضلاتو او بندونو شدید زور راغلی، له همدې کبله پوهان وایي چې کمپيوټر، مبایل یا لیپټاپ ته ناستې پرمهال مو که د درد احساس وکړ سمدستي مو د ناستې یا ولاړې حالت بدل کړئ.

دوی زیاتوي چې دغه مهال پورته خواته وګورئ او یو دقیق څيز ته نظر وکړئ تر څو مو د څټ یا غاړې حالت نیغ شي، په دې سره د اعصابو سربېره له نورو ډیرو ستونزو مخه نیولای شئ. د جسم په سیستم کې د ګډوډۍ راتلو پرمهال باید سملاسي له متخصص ډاکټر سره سلامشوره وکړي.

کمپیوټر ته د ناسم کښېناستي له کبله انسان ته ډېر زیانونه اوړي، چې ځينې يې په لاندې ډول دي:

  1. د ملا د تیر ناروغي (یا ایل ډسک)،
  2. د انسان بدن د منفي الکتروني وړانګو قرباني کېږي،
  3. د لید کمزورتیا او د سترګو وچېدل،
  4. د وینې د جریان ګډوډي،
  5. د عصبي التهابونو په څېر ځینې عصبي ناروغۍ،
  6. په ځانګړې توګه د لاسونو او پښو د عصب ناروغي،
  7. خپګان.

دا هم ولولئ

دوه هګۍ او زنګون

دوه هګۍ راواخلئ او پخپلو پښو او د زنګانه په سترګه یې ووهئ

ویل کېږي چې د بدن هر بند د ځانګړي اهمیت لرونکی وي خو د زنګانه …