کورپاڼه / جالب / د پاسپورټونو د بیا ورکړې په اړوند تازه جزیات

د پاسپورټونو د بیا ورکړې په اړوند تازه جزیات

د پاسپورټ اداره د تیر حکومت یو له فعاله او شفافو ادارو څخه شمیرل کیده چې هره ورځ یې زرګونه هیوادوالو ته پاسپورټونه توزیع کول.
په دې ورستیو څو میاشتو کې چې د هیواد امنیتی اوضاع خرابه شوې وه د پاسپورټ په ادارې هم تر بل هر وخت ګڼه ګوڼه زیاته شوې او خلکو د باسپورټ د ترلاسه کولو لپاره په اونیو اونیو انتظار کاوو.

کابو یوه میاشت مخکې کله چې کابل سقوط شو د نورو اداراتو غوندي ددې ادارې کارونه هم په ټپه ودریدل، د هیواد والو د بیا بیا غوښتنو او چارواکو له ژمنو سره سره ددې ادارې چاري پیل نشوي او نن یې په یوه تازه خبرتیا کې څه داسي ویلي دي.

“د پاسپورټ مرکزی اداره ټولو درنو هیوادوالو ته خبر ورکوي، چې د پاسپورټ عمومي ریاست د اسد له ۲۴ را په دیخوا تړل شوی تر څو چې مقاماتو په رسمي توګه امر نه وي کړی یا تاسو د رسمي پاڼې له لارې اطلاع نه وي حاصله کړې د پاسپورټ د ریاست مخکې مه راټولیږئ تر څو مو هسي وخت او انرژي نه وي ضایع کړې.
همدارنګه د یادونې وړ دی چې په دې ورستیو کې د پاسپورتونو د توزیع په اړوند خبري ښکته پورته کیږي چې دا اداره هغه ټولې ادعا ګاني ردوي او هر هغه پاسپورټ چې له یادې نیټي ورسته اعلان شوی وي جعلي او بې اعتباره بولي چې د سفر په وخت کې به چیک او ضبط کیږی او له مسولینو سره یې قانوني چلند کیږي”

اوس پوښتنه داده چې ولې د پاسپورټونو توزیع نه پیل کیږي؟

اول خو دا چې لکه د نورو اداراتو غوندي دا اداره هم ځیني تخنیکي ستونزي لري، ددې احتمال شته چې ددې ادارې ځیني وسایل، کمپیوترونه، دستګاوي او نور شیان غلا یا تخریب شوی وي چې بیرته رغول یې تخنیکی کسانو او بودجې ته اړتیا لري او ددې ترڅنګ ممکن ځیني کارمندان یې وجود ونلری یا کار ته حاضر نشي.

ولې دویم او تر ټولو اساسي ستونزه چې ددې مهمې پروسې د تعویق لامل شوې هغه د جهموریت او امارت حقوقي بحث دی.
نوی حکومت بې له دې چې د چارو حقوقي اړخ او نتایج وسنجوي په خپل سر او سرزوري ځینی کارونه کوي. لکه بې له دې چې داخلی مشروعیت تر لاسه کړي خپل بیرغ نښان او ددولت نوم یې په اداري مکاتباتو کې د پخواني هغه پرځای کړ
خو د نړۍ په وړاندي ورته زورګویی بې مانا ده.
که چیرته نوی حکومت هڅه وکړي تر خپل نامه لاندي پاسپورټ صادر کړي نړیوال څه چې پاکستان به هم اعتبار ورنکړي خو که د پخواني دولت له نړیوال مشروعیت څخه استفاده وکړي بیا نو ددوی اصلیت، ماهیت او د کړنو مشروعیت تر سوال لاندي راځي. دې مسلې د پاسپورټونو د توزیع په وړاندي ستر خنډ را منځ ته کړی دی.

دا چې نوی حکومت د حقوقي متخصیصیتو په مشوره په دې باب څه پریکړه کوي او نړیوال یې کله په رسمیت پیژني دا هغه پوښتني دي چې وخت به ورته ځواب ووایي.

دا هم ولولئ

د کاناډا لپاره څنګه اپلای وکړو چې د قبولي چانس مو زیات شي؟

کاناډا د ژوند کولو لپاره په نړۍ کې یوه له غوره هیوادونو څخه دی چې …

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *