کورپاڼه / جالب / امریکا پنځوس زره نور افغان مهاجر مني!

امریکا پنځوس زره نور افغان مهاجر مني!

په افغانستان کې د دولت ړنګیدلو د خلکو په ژوند ژور تاثیرات لرلي دي او زیاتره خلکو له هیواد څخه مهاجرت ته اړ شوی دي.

د ملګرو ملتونو د د کډوالو عالي کمسیون خبر داری ورکړی چې شاوخوا نیم میلیون خلک له هیواد څخه وتلو ته مجبور دي چې ګاونډي هیوادونه او نړیوال یې باید په اړوند لازم اقدامات وکړي..

په دې لړ کې د امریکا متحده ایالاتو تر اوسه ۱۳۰ زره افغانان ایستلی. او دي د پاتي کسانو د ایستلو لپاره لا هم ژمنتیا موجوده ده.

امریکايي چارواکي اټکل کوي چې د کابل له سقوط وروسته به لږ تر لږه پنځوس زره نور افغانان هم په امریکا کې ومنل شي.

دا د متحده  ایالاتونو د هغو ژمنو یوه برخه ده چې له افغانستانه د وتلو پر مهال یې له هغو افغانانو سره کړې وه چې ژوند یې د نوي نظام  په واکمنۍ کې تر ګواښ لاندې دی.

د امریکا د کورني امنیت وزیر الیجاندرو مایورکاس پرون جمعه (د وږي په ۱۲مه) په داسې حال کې چې د دې هڅو جزئیات یې څرګندول وویل: “موږ پر خپله ژمنه ولاړ یو. دا د راتلونکو څو اونیو خبره نه ده بلکې تر هغه وخته خوب او ارام ونه کړو چې دې هدف ته رسېدلي نه یو.”

دې کې ټول هغه کسان چې ژوند له تهدید سره مخ دی شاملیږي چې ځینو یې له امریکایی ځواکونو سره افغانستان کې کار کړی او یو شمیر نور د انسان دوستانه فعالیتونو له وجې اوس تهدید کیږي. البته تر اوسه ددې خلکو د کډوالي د پروسې په اړوند ډیر جزیات نه دي شریک شوی خو تمه کیږي د راتلونکو څو میاشتو په جریان کې یې چارې بشپړې شي. دا او د مهاجرت اړوند ورستي فرصتونه له افسانه ویب سایټ له لاري په پښتو ژبه وڅارئ.

دا هم ولولئ

څه به پېښ شوي وای که میږی د فيل په اندازه غټ وای؟

میږیان کولای شي، د خپل بدن په نسبت 5000 ځله زيات وزن پورته کړي. د …

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *