کورپاڼه / جالب / د یوه دیارلس کلن هلک کیسه چې له تالي بانو پټ خارج ته تللی!

د یوه دیارلس کلن هلک کیسه چې له تالي بانو پټ خارج ته تللی!

زبي، هغه دیارلس کلن افغان هلک دی، هغه یواځې او په پټه  د کابل په هوایي میدان کې د تالي بانو‌ له ساتونکو‌ څخه تېر شوی او ابو ظبی ته رسییدلی دی.ډا کټران یي دروغتیا وضعیت  د ډاډ وړ بولي، خو کورنۍ یې لا هم په افغانستان کې ده.زبي نشنال مجلې ته وویل، که څه هم هغه له خپلې کورنۍ څخه جلا شوی، خو له افغانستان څخه په وتلو خوښ دی

زبي، چې اصلي استوګنځی یې د کابل د شمال لوري له یو ولایت څخه دی، هغه وایي چې د هغه د کم عمر له امله توانېدلی ترڅو د کابل هوایي ډګر مخې ته د تالي بانو پوستې څخه تیر شي. کله چې زبي د هوایي دګر هغه سیمې ته چې د متحده ایالاتو د نظامي اردو تر ولکې لاندې وه ننوت، د ژوند ژغوورلو په خاطر یي الوتکه کې کښینولو او اوس  ددادی ابوظبی ته رسیدلی دی.

د هغه کورنۍ په افغانستان کې ده او دا ممکنه نه ده چې هغوی به ډېر ژر له یو بل سره وویني، ځکه متحده ایالات نور هېڅوک په الوتکه کې له افغانستان څخه نه وباسي. زبي یواځېنی بې سرپرسته کوچنی ماشوم ندی چې متحده عربي اماراتو ته رسیدلی د متحده ایالاتو سفارت د چارواکو په وینا ډیری ورته قضیې هم شتون لري.زبي د ټولو ستونزو سره بیا هم وویل زه نه ډاریږم، زه خوښ یم چی بهر ته راغلم،غواړم ښه او روښانه راتلونکې ولرم

سرچینه

دا کیسه الین فارسي ژورنال کې  په فارسي ژبه خپره شوي وه

دا هم ولولئ

څه به پېښ شوي وای که میږی د فيل په اندازه غټ وای؟

میږیان کولای شي، د خپل بدن په نسبت 5000 ځله زيات وزن پورته کړي. د …

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *