کورپاڼه / اسلام / د لمونځ په اړوند ټول هغه مالومات چې باید زده مو وي

د لمونځ په اړوند ټول هغه مالومات چې باید زده مو وي

لمونځ د اسلام دویمه بنا او د مسلماني تر ټولو ستره نښه ده. په یوه حدیث شریف کې راځي چې د مسلمان او د کافر ترمنځ د تفکیک معیار همدا لمونځ دی. نو راځي د لمانځه په اړوند لنډ مالومات دلته ولولو او نورو سره یي شریک کړو

د لمانځه فرائض :
په لمانځه کې فرائض ۱۴ دي، اته يې دلمانځه نه بهر دي چی شرطونه ورته وایي، اوشپږ په لمانځه کې دننه دي چې رکنونه بلل کیږي.
د لمانځه شرطونه :
(۱)اودس کول یاتیمم وهل (دعذرپه وخت)
(۲)دجامو پاکوالی
(۳)دلمانځه دځای پاکوالی
(۴)دبدن پاکوالی
(۵)دعورة پټول دسړي عورت دنامه نه لاندې ترزنګنوپورې اوښځه ټول عورت دی، مګر مخ ،لاسونه ترمړوندونو اوپښی تر ګیټوپورې عورت ندی.
(۶)قبلې ته مخ اړول
(۷)نیت کول
(۸) وختونه پیژندل

د لمانځه ( رکنونه ) :
(۱)تکبیرافتتاح
(۲)قیام (ولاړه )
(۳)قرآت
(۴)رکوع
(۵)سجده
(۶)آخره قعده وروستۍ ناسته

یادونه : که دپورته څخه یوهم پاتی شی لمونځ نه صحیح کیږی
دلمانځ واجبات :
د لمانځه ټول واجب ٧ اووه دي :
(۱) دالحمدلله لوستل
(۲)لومړۍ قعده
(۳)په وروستۍ قعده کې تشهدلوستل
(۴)امام لپاره په جهري لمانځه کې په جهر لوستل
(۵)دخفیه (په پټه )لوستلوپه ځای کې په پټه لوستل
(۶)وتروکې دعاءقنوت لوستل
(۷)درکنونوبرابرول
که دپورته څخه کوم شی په سهوه پاتی شی سجده سهوه لازمیږی

دلمانځه سنت :
د لمانځه سنت ١٤ څوارلس دي
(۱)دتکبیرتحریمې سره لاسونه دغوږنوپورې اوچتول
(۲)نامه لاندې ښی لاس په چپ لاس ایښودل
(۳)سبحان ویل
(۴)اعوذ بالله ویل
(۵)بسم الله ویل
(۶)آمین ویل
(۷)سمع الله لمن حمده ویل
(۸)ربنا لک الحمد ویل
(۹)درکوع تسبیحات
(۱۰)دسجدې تسبیحات ویل
(۱۱)اوله قعده کې تشهد ویل
(۱۲)اخرورکعتونوکې الحمد لله ویل
(۱۳)دتکبیرافتتاح نه غیرنورتکبیرونه ویل
(۱۴)سلام ګرځول

دلمانځه مکروهات :
په لسوشیانو لمونځ مکروه کیږي
(۱)بې عذره پلتۍ وهل
(۲)په لاس دآیتونو شمیرل
(۳)څنګلې خورول په سجده کې
(۴)په سترګو ښي اوچپ طرفته کتل
(۵)بی عذره سترګې پټول
(۶)دسجدې ځای نه ګیټۍ لرې کول په هغه صورت کې چی تکلیف نه جوړوي
(۷)ستوماني ویستل
(۸)خوله وازه کول
(۹)په جامه لوبې کول
(۱۰)دصف نه روسته یوازې ودریدل

دلمانځه ماتونکی :
دلمانځه ماتونکی ۱۴دي
(۱)بی عذره غاړه تازه کول
(۲)پرنجي کونکي ( تريچونکي ) ته یرحمک الله ویل
(۳)دخپل امام نه غیربل چاته فتح ورکول
(۴)لااله الاالله ویل که مقصدیې چاته جواب ورکول وي
(۵)عورت لوڅیدل (۶)دمصیبت د وجې ژړاکول
(۷)دسلام جواب په ژبه یاپه لاس ورکول.

دا هم ولولئ

هغه 90 پوښتنې چې یو مسلمان یې بایدذده کړی.!

له ټولو ورونو او خویندو څخه هیله لرم چې خپلو اولادونو ته یې ور ذده …

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *