کورپاڼه / روغتيا / څنګه د بیځایه فکر او اندیښنو مخنیوی وکړو؟ د بې ځایه اندېښنو د ختمولو ۹ اسانه لارې

څنګه د بیځایه فکر او اندیښنو مخنیوی وکړو؟ د بې ځایه اندېښنو د ختمولو ۹ اسانه لارې

د تېرو ورځو په ماتو او یا د راتلونکو بریاوو د څرنګوالي په اړه فکر کول توپیر نه کوي، خو تر حد زیاتوالی یې د تشویش او اندېښنې سبب کېږي. منفي فکرونه تل یو په بل پسې سر ته ننوزي او کنټرول یې د انسان له توانه وزي.

له حد زیات فکر کول ظاهراً بد نه دي، هر څنګه چې وي فکر کول ښه دي. مګر له حد زیات فکر کول د ذهني او رواني ناروغیو سبب کېدلای شي. ممکن په یوه مسئله موږ ټولو ډېر فکر کړی وي، خو ځینې داسې دي چې د فکرونو لړۍ هېڅ نه شي پرې کولای.

د هغو مقالې پر بنسټ چې په (PsychologyToday) کې خپره شوې، موضوع یې په دوو تخریبوونکو ذهني نمونو را څرخي: تخریب کوونکي ذهني فکرونه او اندېښنې.

تخریب کوونکی ذهني حالت د مخکنیو فکرونو را ګرځېدل دي. مثلاً: یو کس تل له ځان سره فکر کوي چې د پخوانۍ دندې پرېښودل یې ښه کار نه و، که یې هغه دنده درلودی د ډېرې نېکمرغي احساس به یې کړی وای، یا فکر کوي چې پرون یې په ټولګي کې څومره ناوړه خبرې کړې وې، چې ټولګیوالو پرې خندلي وو.

اندېښنې بیا د راتلونکي په اړه منفي فکرونه او ناوړه وړاندوینې دي. مثلاً: د ژوند ملګرې به مې یوازې پرې ږدي. یا عزت به مې ولاړ شي. یا ممکن د کنفراس پر وخت تر تاثیر لاندې راشم او هر څه هېر کړم.

ځینې وخت ممکن یو څوک په ذهن کې خیالي انځورونه هم جوړ کړي: مثلاً: موټر یې تصور کړي، چې له سرکه وزي او ټکر کوي. دا ټول یې د یوه فیلم په څېر په ذهن کې تېرېږي. د داسې خلکو ټول وخت زیات فکر کول اخلي.

له حد زیات فکر کول یوازې مزاحمت نه دی، بلکې د انسان روغتیا هم ګواښي. څېړنو ښودلې چې په نیمګړتیاوو، کموالي او ستونزو زیات تمرکز د روحي او رواني ستونزو سبب کېږي. څومره مو چې رواني روغتیا کمزورې کېږي، هومره تخریبوونکي فکرونه پیاوړي کېږي، چې پایله یې د ژوند نیمګړي کېدل دي.

دغه راز له حد زیات فکر کول د بې خوبي لامل هم کېږي او انسان په نشه یي توکو او زیات خوراک روږدی کوي. د دې تر څنګ په انسان کې د تصمیم نیونې ځواک کمزوری کوي، ذهني فشار لوړوي او د عمل وړتیا ترې اخلي.

څرنګه د زیات فکر کولو مخنیوی وکړو؟

د ځان په اړه پوهه تر لاسه کړئ

د زیات فکر کولو د مخنیوي لپاره اړینه ده، چې د یوه فکر د پیل تر مخه په ذهن پوه واست، ځکه ډېری خلک ناوخته پوهېږي چې دوام لرونکو فکرونو په مخه کړي. هر وخت مو چې د فشار، تشویش یا وېرې احساس وکړ زر یې مخنیوی وکړئ. د ځان په اړه پوهه تر لاسه کول مو خپل ذهن او فکرونو ته متوجې کوي او له بې ځایه فکرونو مو ژغوري.

د منفي فکرونو لپاره وخت وټاکئ

مثلاً: په ورځ کې ۱۵ دقیقې وخت منفي فکرونو ته وټاکئ، د هېڅ یوه په وړاندې مقاومت مه کوئ، فشار، اندېښنو، وېرو او د بل هر منفي فکر راتګ ته اجازه ورکړئ. له ټاکلي وخت وروسته یې په یوه کاغذ ولیکئ، بیا یې څیرې او لرې وغورځوئ او ټول پام مو په مثبتو کارو د فکر کولو لپاره را ټول کړئ.

په ممکنه مثبتو پېښو فکر وکړئ

کله مو چې له حد زیات فکر کولو ته پام شو، منفي فکرونو ته نه ووایاست، حتا په زوره “بس” ووایئ. بیا په مثبتو شیانو د فکر کولو هڅه وکړئ. د هغو بې ځایه کارو وېرې ته د خپلې مخې د نیولو اجازه مه ورکوئ، چې د پېښېدلو هېڅ امکان یې نه شته.

په فکري خوشالي کې د غرقېدو کوښښ وکړئ

کله چې په مثبتو شیانو فکر کوئ احساس یې حتمي خوښي دربښي. دغه راز غوره ده تل خوښي بښونکی او د خپلې خوښې کار وکړئ. څه شی مو خوشاله کوي؟ سپورت کول، موسیقي اورېدل، پلي ګرځېدل، له ملګرو سره چکر وهل، انځور ګري او… انځورګري مو په ريښتیا هم بې پایه فکرونه شلوي.

پام مو وي چې راتلونکې ته هېڅ وخت وړاندوینه نه شئ کولای

هېڅوک راتلونکې نه شي اټکلولای، د یوې پېښې را منځته کېدل هم حتمي نه دي او زیات احتمال شته چې بېخي مو فکر ته لا رانه شي. نو فکر نه کوئ چې د راتلونکي په اړه له حد زیات فکر هغه هم منفي، بې ځایه کار دئ؟ تاسې اوس وخت د راتلونکي د فکر قرباني کوئ. اصلي خبره خو دا ده چې په حال کې باید ژوند وشي او خوند ترې واخیستل شي، ځکه موږ په راتلونکو پېښو او حالت نه پوهېږو، نو په اړه یې فکر کول بېخي بې ځایه دي.

له ځانه یوه ساده پوښتنه وکړئ

هر کله مو چې له حد زیات د یو شي په اړه فکر او اندېښنه درلودل او ټول فکرونه مو د هغو په اړه منفي وو. یو ګام شاته وګرځئ ، خپل ځای ته وګورئ او له ځانه وپوښتئ، چې پینځه یا حتا یو کال وروسته به دغه مسئله همدومره درته مهمه وي؟ یا دا چې له شګو د اوبو بند جوړول مناسب دي؟ ځینې وخت مو همدغه ساده پوښتنه ټولې اندېښنې او منفي فکرونه په باد وړي.

 بشپړتیا او کمال ښودنه پرېږدئ

د یو کار له ښه او سم کولو سره مینه غوره دي، خو دروغجن کمال ښودل او ځان پوره بلل ضرر درته رسوي. دروغجنه او د اندېښنې وړ بشپړتیا د تشویش او اندېښنې سبب کېږي او فکري ځنځیر مو دوامداره کوي.

فکر مو بدل کړئ

مخکینۍ ماتې مو د راتلونکو ناکامیو لپاره دلیل نه شي کېدای. دغه فکر بېخي ناسم او تخریبوونکی دی. تاسې باید پوه واست چې ماتې د بریا یوه برخه ده.

ځان ومنئ ډېری خلک ځکه په تېر کې ورک یا راتلونکي ته اندېښمن دي، چې بریا ته د رسېدلو لپاره ځان مناسب نه بولي او یا هم د تېرو خطاوو په اساس ځان رټي. هر څوک غلطي کوي، تاسې باید خپل ځان ومنئ او په هر کار کې پوره هڅه وکړئ

دا هم ولولئ

هغه خوراکونه چې د روحیې د لوړوالي او خوی و خاصیت د ښه والي سبب کېږي!

په غذا د روحیې لوړتیا ممکن درته ناسمه او حیرانوونکې وي. کله مو چې خوی …

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *