کورپاڼه / روغتيا / که په فرانسه کې مو خپلوان وي په دې شکل تاسو غوښتلی شي

که په فرانسه کې مو خپلوان وي په دې شکل تاسو غوښتلی شي

فرانسه په دې هېواد کې مېشتو افغانانو سره، چې غواړي په بېړني ډول خپلې کورنۍ او هغه افغانان چې تر ګواښ لاندې دي راوباسي، مرسته کوي. دغه خلک د فرانسې د بهرنیو چارو وزارت د بحران مرکز له لارې غوښتنلیک استولی شي.
تاسو کولای شئ، د بحران مرکز ته غوښتنک لیک ورکړئ، که چېرې تاسو:
په فرانسه کې مېشت افغان یاست او غواړئ د خپل کورنۍ غړي هم روغواړئ. تاسو کولای شئ خپلې مېرمنې، ماشومانو، مور او پلار، وروڼو، خویندو او د کورنۍ نورو نږدې نږدې غړو ته غوښتنلیک ډک کړئ.

اول: هغه افغان چې د روان بحران له کبله د انساني، کلتوري او مدني حقوقو له کبله ګواښل کیږي
دویم: هغه افغان چې افغانستان کې یې فرانسوي ځواکونو او ادارو سره کار کړی و
ي.
تاسو کولای شئ د فرانسې د بهرنیو چارو وزارت د بحران مرکز ته د ټیلفون او برېښنالیک په وسیله خپل غوښتنلیک واستوئ.
په یاد ولرئ، چې تاسو ښایي اوږده موده منتظر پاتې شئ، چې د بحران مرکز شمېرې سره اړیکه ونیسئ. دغه انتظار ښایي له یو تر دوو ساعتونو وخت ونیسي، خو دوی به حتمن تاسې ته ځواب درکوي.


د دې لپاره چې د خپلې کورنۍ غړي فرانسې ته راولئ، تاسو باید د خپل ځان او هغوی په اړه د بحران مرکز ته د ټیلفون او برېښنالیک له لارې بشپړ معلومات وړاندې کړئ، تر څو ستاسې غوښتنلیک پروسس شي..
کله چې غوښتنلیک ورکوئ تاسو باید د فرانسې تبع او کډوال واوسئ او یا هم دومداره خوندیتوب ولرئ او یا مو هم فرانسه کې د پناه اخیستو غوښتنه کړې وي. تاسو باید په افغانستان کې د خپلې کورنۍ د غړو لاندې معلومات چمتو کړئ:
نوم، تخلص، د زېږېدو ځای، کورنۍ اړیکه، ټیلفون شمېره او برېښنالیک. تاسو کولای شئ د خپلې کورنۍ د غړو حالت او دوی ته متوجې جدي ګواښ تشریح کړئ.
کله چې تاسو غوښتنلیک وسپارئ، د فرانسې د بهرنیو چارو وزارت د بحران مرکز به تاسو غوښتنلیک وڅیړي، خو په اوسني بحران کې داسې تضمین نشته چې ستاسو د کورنۍ غړي به فرانسې ته لاړ شي.
تاسو همدارنګه د خپلۍ کورنۍ غړو لپاره په ایران او هندوستان کې د فرانسې د سفارتونو له لارې هم غوښتنلیک ورکولای شئ. فرانسې سفارت په برخه کې په پاکستان کې خپل فعالیتونه ځنډولي دي، ځکه د اوسني بحراني وضعیت له کبله هندوستان
د ویزو نوی او چټک بهیر فعال کړی چې تاسو ورته اپلی کولای شئ. دلته یې وګورئ:
https://www.facebook.com/180924360691809/posts/184343690349876/

دا معلومات هغو ملګرو سره شریک کړئ چې په شرایطو برابر وي.
سرچینه: کډوال نیوز
یادونه: مهرباني وکړئ هوایي ډګر ته پرته له ګرین کارت، ویزې او د سفارتونو له رسمي بلنې مه ورځئ. خوندي اوسئ!

دا هم ولولئ

ځوانکۍ او داغونه یې څنګه له منځه ځي؟

د ځوانکیو له منځه وړل!ډېری خلک د ځواني دانو د له منځه وړلو لپاره له …

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *