کورپاڼه / بېلا بېل / د کاناډا لپاره څنګه اپلای وکړو چې د قبولي چانس مو زیات شي؟
Waving flag of Canada and Afghanistan

د کاناډا لپاره څنګه اپلای وکړو چې د قبولي چانس مو زیات شي؟

کاناډا د ژوند کولو لپاره په نړۍ کې یوه له غوره هیوادونو څخه دی چې شاوخوا ۲۵ میلیونه نفوس او پراخه اراضي لري.کاناډا د اقتصادي رشد او بسیایني له نظره د نړۍ له مخکښو هیوادونو څخه دی چې هر کال سلګونه زره مهاجر قبولوي.د سږ کال لپاره د کاناډا دولت پلان لري ۳۰۰ زره ګډوال ومني. دوی د نړۍ له بیلابیلو برخو د بیلابیلو قومونو نژادونو افکارو لرونکي خلک لري.کاناډا د نړۍ تر ټولو متنوع هیواد هم بلل کیږي ځکه هر ډول خلک پکي شته.

د کاناډا دولت هڅه کوي د مهارجرت په پروسه کې هغه خلک چې خپل هیواد کې له  ستونزو سره مخ وي هم  شامل کړي په همدې خاطر یي د افغانستان لپاره ه۲۰۰۰۰ نفرو اعلان کړي چې په دې کې هغه خلک شامل دي چې

اول : د کاناډا له دولت سره یي کار کړي وي. دا چې کاناډا دولت دلته سفارت درلود او مختلفي پروژي یي تمویل کولي نو بنا په مستقیم او غیر مستقیمه توګه ډیرو افغانانو ورسره کار کاو که تاسو هم یو له هغو څخه یاست نو د خپلې وظیفې کارت مو درسره سکن کړئ

دویم: د ښځو او ماشومانو د حقوقو مدافعین : دا چې د بشري حقوقو مدافعین اوس له خطر سره مخ دي نو د کاناډا دولت ددې خلکو قبلولو ته لمړیتوب ورکوي که چیرته تاسو په داوطلبانه توګه د بشر د حقوقو او یا ماشومانو د حقو لپاره فعال پاتي شوی یاست،مبارزه مو کړي وي یا مو کومو پروژو کې کار کړی وي او په اړوند یي شواهد لرئ نو خپل قراردادونه، تقدیر نامي ، سرتیفیکیټونه او عکسونه مو را ټول کړي په یو فایل کې یي واچوي او د هر یو لاندي ورته په انګلیسي ژبه لنډه تشریح ولیکئ.

دریم: ژورنالستان دا چې ژورنالستان له وخته تر تهدید لاندي وو او افغانستان په نړۍ کې د ژورنالستانو لپاره تر ټولو بد هیواد پاتي شوي په اوس وخت کې یي ژوند تر بل هر وخت په خطر کې دی نو د قبولي چانس یي تر بل هر وخت زیات دی که چیرته تاسو کومې رسنۍ سره کار کړي وي یا مو په ټرینینګونو کې برخه اخیستي وي او تقدیر نامې مو تر لاسه کړي وي اوس یي وخت دی چې ورڅخه کارواخلئ.

څلورم: همدارنګه د کاناډا دولت د ټولوو هغوو لږکیو په اړوند چې له خطر سره مخ دي اسانتیاوي برابروي لکه  تیرو دوو کلونو کې چې یي افغان سیکانو ته پناه ورکړه. په دې کروپ کې ټول LGBT  کسان شاملیږي

اسناد مو ټول سکن  کړئ او له پاسپورت، تذکرې خپل تصویر او نورو ضرري اسنادو سره یي یو فایل کې واچوي او د خپلې ستونزي مطابق ورته کیس جوړ کړي

تاسو کولی شي یو منظم او منطقي ایمیل په انګلیسي ژبه ولیکي  داسي چې اولو کې مو ځان معرفي کړي ورسته مو د خپلو فعالیتونو او ورپسې د در پیښو خطرونو یادونه وکړي او بیا ورڅخه احترامانه غوښتنه وکړي چې تاسو قبول کړي

د خپل لیکل شوی ایمیل متن مو د خپل فایل په لمړي صفحه کې هم واچوي او کله چې ایمیل کوي هلته یي هم ولیکي  خپله شمیره او ایمیل ممو له یاده وننه وځي

البته په یاد ولرئ نا مربوط اسناد مو فایل کې مه اچوي او مه هم په پراګنده اوو ګډ وډو ادعا ګانو خپل کیس خرابوئ.که تخنیکي مرستي ته اړتیا لري افغان سکېل د مشوري ورکونې مرکز مو په خدمت کې دی ایمیل او اړین لیکونه به تاسو ته د مسیج له لاري ورسیږي کله چې پاڼه شیر کړي

دا هم ولولئ

ځوانکۍ او داغونه یې څنګه له منځه ځي؟

د ځوانکیو له منځه وړل! ډېری خلک د ځواني دانو د له منځه وړلو لپاره …

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *