کورپاڼه / روغتيا / څنګه په الویرا د خپل پوست ساتنه وکړو؟

څنګه په الویرا د خپل پوست ساتنه وکړو؟

الویرا داسې ګیاه ده چې په اسانۍ یې په کورونو کې هم ساتلای شو. الویر د ښایست او پوست د روغ ساتلو ډېرې ځانګړتیاوې لري. خو څنګه په الویرا خپل پوست ساتلای شو؟
د پوست لپاره الویرا بې شمېرې ګټې لري. خو د پوست په ښکلا کې څنګه ګټه ترې واخلو؟ په دې لیکنه کې همدې پوښتنې ته ځواب وایو، تر پایه یې ولولئ.

الویرا څنګه بوټی دی؟
د الویرا د بوټي ریښې په افریقا کې موجودې دي، چې صحرایي یا دښتي بوټی هم ورته ویل کېږي. الویرا هغه بوټی دی، چې له کاکتوس سره پیوند وي. په الویرا کې ډېر مینرالونه، انزایم او امینواسید شته. همدا علت دی چې له ډېر پخوا په طب کې ګټه ترې اخیستل کېږي.

د الویرا په وسیله د پوست ساتنې لس وړاندیزونه

ـــ د الویرا تیل وباسئ، د مخ له کریمو سره یې ګډ کړئ او یا یې پر ماسک واچوئ.

ـــ له سینګار مخکې د الویرا تېل په ټول مخ وموښئ.

ـــ که لاسونه مو کلک او وچ وي، د الویرا د تېلو په استعمال یې لانده او نرم کړئ. پر دې سربېره د ماتو او کمزورو نوکانو د پیاوړتیا لپاره هم اغیزمن دي.

ـــ د وزن له زیاتوالي یا له ولادت وروسته د ګونځو ورکولو لپاره د اویرا تېل باید په اړونده برخو وموښئ او دا کار څو واره تکرار کړئ.

ـــ که لمر سوزلي یاست، الویرا یې غوره درمل دی.

ـــ الویرا د ځوانکیو په ختمولو کې هم ډېر تاثیر لري. د دې لپاره بسنه کوي چې د الویرا تېل په ټول مخ وموښئ او یا یوازې د ځوانکیو شاوخوا پرې غوړ کړئ.

ـــ الویرا د سوروالي، بخار او هر ډول پوستي ناروغیو غوره درمل دی.

ـــ د الویرا غوړ د شونډو په چاودونو وموښئ او حیرانوونکې پایله یې وګورئ.

ـــ له حمام وروسته پوستکي ته د اوبو رسولو په منظور له الویرا ګټه اخیستلای شئ.

ـــ د بدن د ښې روغتیا لپاره د الویرا تېل وکاروئ. د دې تر څنګ مناسب خواړه او ورزش هم مه هېروئ.

د الویرا تېلو د ښې ساتنې په منظور له بوټي څخه تر ایستلو وروسته یې په یوه بند بوتل کې واچوئ او څو ورځې یې په یخچال کې کېږدئ.

دا هم ولولئ

د پوستکي د هر ډول اړتیا لپاره له مستو څخه د څلور ډوله ماسکونو جوړولو لارې

کېدای شي د پوستکي اړتیا مو د ځوانکیو، ټپونو او ګونځو له منځه وړل وي. …

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *