کورپاڼه / ژوند / د ارایشي وسایلو د لګښت کمولو لارې

د ارایشي وسایلو د لګښت کمولو لارې

د نوو سینګار توکو اخیستل تل په زړه پورې وي، خو له بلې خوا یې ممکن لګښت ته اندېښمن شئ. په دې لیکنه کې مو د سینګار توکو د لګښت کمولو څو ټکي راټول کړي، چې په ګټه اخیستلو یې د زیات لګښت مخنیوی کولای شئ.

د سینګار توکو د لګښت د مخنیوي لارې:

ـــ د وچو شونډو لپاره د وروځو له ریمل څخه ګټه اخیستل!
د شونډو د حالت سمولو لپاره د نورو وسایلو اخیستلو پر ځای د ریمل له پاتې قلم څخه ګټه واخلئ. د دې کار لپاره بسنه کوي چې د خپل خوښې غوړ په شونډو وموښئ او له څو دقیقو وروسته یې د ریمل په قلم ښکته او پورته وموښئ.

ـــ د فویل څخه په ګټه اخیستلو یخ ماسک جوړ کړئ!
د مخ د راوتلو ځایو ورکولو لپاره یو څه المونیمي فویل په یخچال کې ځای پر ځای کړئ او له یخوالي وروسته یې پر مخ کېږدئ.

ـــ له نشاستې(یوه بې بویه ماده ده، چې له غنمو او مڼو جوړېږي) ذرت(غټې پاڼې لرونکې ګیاه ده) او لاک(تور رنګه ماده ده) څخه د نوکانو د رنګ لپاره ګټه واخلئ!
پورته ټول شیان ښه ګډ کړئ او په نوکانو یې وموښئ.

ـــ د لمر ضد کریم!
د لمر ضد کریمو له اخیستلو لاس واخلئ، ځکه تاسې یې په کور کې جوړولای شئ. د لمر ضد مرک* په پوډري کریمو کې ګډ کړئ او په مخ یې وموښئ.

ـــ د فیکساتور سپرې پر ځای له ګلاب نه ګټه واخلئ!
له سینګار وروسته د فیکساتور سپرې پر ځای له ګلاب نه ګټه واخلئ. ګلاب مو د سینګار ښه کولو تر څنګ مخ ته هم ځلا ور کوي. په کم لګښت غوره سینګار کولای شئ.

ـــ د شونډو ځلېدونکی رنګ خامول!
که تاسې د شونډو د ځلا پر ځای خام رنګ خوښوئ، بسنه کوي چې له لبسرین وروسته یوازې پکه ورته ووهئ. دا کار د شونډو رنګ کمزوری کوي.

ـــ د سینګار توکو مینځل!
د سینګار توکو د مینځلو لپاره ځانګړې شامپو او سابون اخیستلو ته اړتیا نشته. تاسې په کم لګښت خپل سینګار توکي مینځلای شئ. د دې کار لپاره یوه کاشوغه د کالیو مینځلو پوډر له اوبو او سپینې سرکې سره ګډ کړئ او بیا خپل سینګار توکي پرې ومینځئ.

دا هم ولولئ

ایا پوهېدئ چې ښځې د غوږونو او سړي د سترګو له لارې مئینیږي؟

د هر چا لپاره ځانګړی د پام وړ ټکی وي، څوک د یو چا د …

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *