کورپاڼه / روغتيا / ځوانکۍ او داغونه یې څنګه له منځه ځي؟

ځوانکۍ او داغونه یې څنګه له منځه ځي؟

د ځوانکیو له منځه وړل!
ډېری خلک د ځواني دانو د له منځه وړلو لپاره له بېلا بېلو لارو کار اخلي. د ځوانکیو د ختمولو ډېرې لارې شته، چې په دې لیکنه کې یې ځینې در پېژنو.
د ځوانکیو درملنه صبر او زیات وخت ته اړتیا لري. ځینې دواوې د ځواني دانو د زیاتوالي او کمښت له وجې کارول کېږي. سر سري ځواني دانې په پرله پسې پاکولو او ژورې بیا په لیزر له څه وخت وروسته ختمېږي. خو ځوانکۍ څنګه له منځه ځي؟

ـــ د ځوانکیو له منځه وړونکي ماسکونه
د ځواني دانو د له منځه وړلو لپاره له ماسکونو ګټه اخیستنه غوره ټاکنه ده. د مڼو د سرکې ماسکونه د دې ستونزې د حل ښه لاره ده.

ـــ د مڼو سرکه
د مڼو سرکه د پوست د اړتیا سره سم ویټامینونه لري. همدا دلیل دی چې د پوست په ساتنه کې ګټه ترې اخیستل کېږي. هر وخت له ویده کېدلو مخکې د مڼې سرکه د پنبې په وسیله په ټول مخ ووهئ. د مڼې سرکه د ځوانکیو په له منځه وړلو او د نورو پوستي دانو په جوړولو کې ډېر رول لري.

ـــ خواږه
خواږه د پوست په ماسکونو کې مهم رول لري. خپل مخ مو په خوږو ولړئ او په دوراني حرکتو یې ارامه پاک کړئ. خواږه د مخ په روغتیا حیرانوونکی تاثیر لري.

ـــ شات
ګبین د پوست د لمدوالي په ساتنه او ترمیم کې ډېر رول لري. تاسې که د مخ د پوست د ښکلا په منظور یوازې شات وکاروئ هم بسنه کوي. په شاتو مخ غوړ کړئ او څو دقیقې وروسته یې پرې مینځئ.

د ځوانکیو مخنیوی

ځوانکۍ د طب په علم کې د ولګاریس په نوم یادېږي او تقریباً د ټولو انسانانو په ژوند کې یوه دوره راځي. د شمېرنې له مخې دغه ستونزه د ۱۲ نه تر ۱۸ کلنۍ ۸۵ سلنه، د ۲۵ نه تر ۳۵ عمر لرونکو کې ۸ سلنه او د ۳۵ نه تر ۵۵ عمر لرونکو کې بیا ۳ سلنه لیدل کېږي. د ځوانکیو د درملنې لومړنی ګام یې د پیدا کېدلو مخنیوی دی. د مخنیوي لپاره بیا تر ټولو مهم په بدن کې د وینې د دوران زیاتوالی دی، تر څو پوست ته ډېر اکسیجن ورسېږي. له دغه ستونزې د خلاصون تر ټولو ناوړه کار د ځوانکیو ټینګول دي، چې ممکن زخم یې تر ډېره په مخ کې پاتې شي. خپل مخ د ورځې دوه، درې وارې په نرم سابون ومینځئ. دغه راز ګلاب او چای هم د ځوانکیو په درملنه کې اغیزمن دي.

دا هم ولولئ

د پوستکي د هر ډول اړتیا لپاره له مستو څخه د څلور ډوله ماسکونو جوړولو لارې

کېدای شي د پوستکي اړتیا مو د ځوانکیو، ټپونو او ګونځو له منځه وړل وي. …

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *