کورپاڼه / ورځنۍ چارې / څنګه له ځانه د خیانت فکر لرې کړو؟

څنګه له ځانه د خیانت فکر لرې کړو؟

د خیانت فکر ډېرې اړیکې خرابولای شي او دغه راز د وفادارۍ لپاره یوه ریښتینې آزموینه ده
نن ریښتیا هم خلک خپلواک او ازاد فکره دي، چې له هره اړخه یې ښه بللای شو؛ خو ټول پوهېږو، چې کمزوري ټکي هم لري، یو له هغو یې د پخوا په پرتله د خیانت زیاتوالی دی.
کومه تکنالوژي مو چې په اختیار کې ده، خیانت یې اسانه او د فکر کولو وړ کړی. د خیانت په اړه فکر کول طبیعي دي، خو ریښتیا خیانت کول بیا طبیعي نه دي. که په هر دلیل د خیانت فکر کوئ، لومړی له ځانه لاندې اووه پوښتنې وکړئ.

۱- ولې دغه کار کوم؟ ایا په اړیکه کې مې یو څه کم دي؟
که له بل چا سره د عشقي لوبو په فکر کې یاست، یانې ذهن مو همدغو لوبو مصروف کړی. له ځانه وپوښتئ؛ ذهن مو ولې عشقي لوبو مصروفه کړی؟ ایا د ژوند د ملګري له لوري د بې پروایي او نه پاملرنې ښکار شوې یاست؟ ایا له ګډ ژوند څخه د خوښۍ احساس نه کوئ؟ یا مو ځاني عزت تر پښو لاندې شوی؟
وخت وټاکئ، ټول حالات تجزیه کړئ او وګورئ چې دغه نوې عشقې لوبې کوم داسې څه لري، چې اوسنی اړیکه مو یې نه لري او یا مو ورک کړي. له ټولو مهمه دا چې له ځانه وپوښتئ، د بیا جوړولو لاره سخته نه ده؟ اصلاً ارزښت یې لري؟

۲- څوک به زیان ویني؟
که اولاد لرئ، دا یوه مهمه پوښتنه ده، چې له خیانت مخکې یې باید له ځانه وکړئ. که رسوا شئ کورنۍ به مو له کومو ستونزو سره مخ شي؟ خاوند او اولادونه به مو څنګه شي؟ اولادونه به مو په اړه څه فکر وکړي او دغه موضوع به پر هغوی کوم تاثیرات وکړي؟ د یوې عشقي اړیکې تجربه د دې ټولو ارزښت لري؟

۳- که خیانت وکړم، په اړیکه کې شته ستونزه به مې حل شي؟
منم چې په اړیکه کې ستونزه لرئ او ترې خوشاله نه یاست، خو خیانت کول دغه ستونزه حل کوي؟ ممکن له مینې او پامه لوېدلې یاست، خو د هغو په اړه د خبرو پر ځای، د بل غېږې ته ځان اچول غواړئ او له یو بل چا د مینې او محبت غوښتنه کوئ؟ دغه کړنې مو د حالت په ښه کولو کې مرسته کوي؟

۴- زه په څه پسې ګرځم؟
په یوه اړیکه کې له خیانت مخکې تر ټولو مهم سوال، چې له ځانه یې باید وکړئ دا دی؛ دا ریښتیا هغه څه دي چې په لټه کې یې یاست؟ له دروغو، رازونو، دوه مخۍ او خیانت څخه ډک ژوند؟ دا د دې ارزښت لري چې په میاشتو او کلونو یې د سرته رسولو تصور وکړئ؟
په پوره ډاډ به لومړی جالبه او تحریک کوونکې وي او له هغو به خوند واخلئ، خو تر کومه؟ دغه خوند ارزښت لري او تل به پاتې شي؟

۵- ایا زه د اسانه لارې په لټه کې یم؟
د یوې ستونزې موقتي حللاره خیانت چې د کم وخت لپاره خوښي او خوند دربښي په اړیکه یا واده کې د غم او ستونزو څخه د خلاصون اسانه لاره ده. مګر په دې باید پوه شئ، چې اسانه لاره تل غوره لاره نه ده، ځکه په راتلونکي کې حتماً د غټو ستونزو د رامنځته کېدو او د خپګانونو د زیاتېدو سبب کېږي.

۶- زه تر اوسه غواړم خپله اړیکه جوړه او وساتم، مګر اوس څه کوم؟
که نور له واده او خپلې اړیکې خوښې نه یاست، نو جدا کېدلای او د طلاق غوښتنه کولای شئ؛ له هغو وروسته مو چې له چا سره زړه غواړي او مینه ورسره لرئ، د لیدلو وعده وکړئ، مګر تر اوسه ولې په دې اړیکه کې یاست؟ له ځانه وپوښتئ او سخت فکر وکړئ.
که دا ومنئ یا نه، تاسې تر اوسه د خپلې اړیکې یا واده دوام ته هیله منې یئ؛ خو که خیانت کوئ، خپله یې د له منځه وړلو لپاره ټینګ او پوره دلیل په لاس ور کوئ.

۷- د دې خیانت لپاره یو معتبر دلیل شته؟
د ټولو پوښتنو په منځ کې، چې په اړیکه کې له خیانت مخکې یې باید له ځانه وکړئ، فکر نه کوئ چې دا یې دې بېخي مهمه وي؟ هر دلیل چې وي، د ژوند له ملګري انتقام اخیستنه، چې مخکې یې خیانت در سره کړی و، یا د ریښتینې مینې د پیدا کولو په پار او یا د دغه فکر څخه د خوند اخیستلو په منظور. د خیانت لپاره ریښتینی معتبر دلیل شته؟
د خیانت زیان مو خاوند او کورنۍ ته او حتا نوي ملګري ته د تصور وړ نه دی.

دا هم ولولئ

ځوانکۍ او داغونه یې څنګه له منځه ځي؟

د ځوانکیو له منځه وړل! ډېری خلک د ځواني دانو د له منځه وړلو لپاره …

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *