کورپاڼه / ژوند / ولې لومړنۍ مینه نه هېرېږي؟ له زړه نه ځي هر هغه چې له سترګو پناه شول!

ولې لومړنۍ مینه نه هېرېږي؟ له زړه نه ځي هر هغه چې له سترګو پناه شول!

ولې لومړنۍ مینه نه هېرېږي؟ د عمر په اوږدو کې له یوه څخه د زیاتو د مینې تاثیر تجربه کوو. مګر یوازې لومړنۍ مینه به را پاتې وي. لومړنۍ مینه هغه څوک دی، چې “لومړني حالتونه” ورسره تجربه کوئ؛ لکه لومړنۍ لیدنه، یا لومړنی دوستانه چلند او نور. مهمه نه ده، چې په پای کې واده ور سره کوئ، که نه، خو ویلای شو چې د لومړنۍ مینې هېرول ډېر سخت دي

مینه مو په ژوند کې لومړنۍ نوې تجربه ده او همدا دلیل دی، چې هېڅکله یې نه شئ هېرولای. هیپوکامپ د مغز هغه برخه ده، چې د خاطرو، ساتل او په یاد راوړل او د نویو احساساتو مسؤلیت په غاړه لري. “د حیرانوونکي او نوي والي د پېژندلو توانایي یوه تجربه یا تصویر لري” او څېړنو ښودلې چې نوې پېښې او معلومات د پخوانیو په منځ کې ځای نیسي.
ارواپوهان له دغه امر څخه د “لومړني تاثیر” په نامه یادونه کوي او کوم مفهوم چې ترې څرګندېږي، لومړنۍ خاطرې له دویمو، درېیمو او نورو څخه په اساني په یاد راوړلای شئ. همدا دلیل دی چې لومړنی نړیوال سفر مو د پینځم په پرتله ډېر په یاد پاتې کېږي، دغه راز لومړنۍ کاري ورځ مو د څو کلونو د ورځو په پرتله په یاد پاتې کېږي. نو ویلای شو چې د لومړنۍ مینې خاطرې مو په اساني د پاکېدلو وړ نه دي


څېړنو څرګنده کړې چې مهمې عاطفي خاطرې؛ لکه د عادي ورځنیو خاطرو په نسبت د لومړنۍ مینې تاثیر، د مغز بېلا بېلې برخې اغیزمنوي. څېړونکي د مغزي سکن له لارې د دغه هیجاني حافظې په لیدلو توانیدلي، چې د آمیګدال کړنې او د لوب تمپورال مختلف داخلي جوړښتونه د دې حافظې په ډکولو کې ونډه اخلي او په ګډه کار کوي.
په دې اساس دا یوازې نوي والی یا له لومړنۍ مینې سره تړلي احساسات نه دي، چې د تل لپاره مو په مغز کې ثبتېږي. زړه ماتوالی او هغه دردونه مو هم نه هېرېږي، چې په لومړنۍ مینه کې یې تجربه کوئ.
له بده مرغه لومړنۍ مینه د پیاوړو احساساتو په لرلو زړه ماتوونکې ده. دا په دې مانا ده چې موږ په زړه کې د لومړنۍ مینې لپاره تل یو غوره ځای لرو او د جدایي دردونه تل په یاد راوړو.
د مطالعاتو پر بنسټ منفي خاطرې له ټولو جزیاتو سره د مثبتو په نسبت ډېرې په یاد راوړل کېږي. نو په دې اساس د زړه د لومړي ماتېدلو تجربه مو له اټکل پورته په ذهن کې پاتې کېږي.


د ټولنیزو رسنیو په ځرګندېدلو د لومړنۍ مینې هېرول لا سختېږي. لومړنۍ مینه مو ممکن په مغز کې ښه ځای ولري، مګر اړینه نه ده چې په زړه کې هم هماغه ځای ورکړو

دا هم ولولئ

ایا پوهېدئ چې ښځې د غوږونو او سړي د سترګو له لارې مئینیږي؟

د هر چا لپاره ځانګړی د پام وړ ټکی وي، څوک د یو چا د …

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *