کورپاڼه / ساينس او ټېکنالوژي / د کمپیوټر مخینه
کمپیوتر

د کمپیوټر مخینه

کمپيوټر د لاتيني کليمې ( Compute ) څخه اخستل شوى دى چې معنا يې محاسبه کول دى او(er) د(Compute) په کلمه پسی پسوند (وروستاړی) دی.چینایان لومړني کسان وه چي دمحساباتو په ډګر کي يي ډېري هڅي او پرمختیاوي وکړې، دهغوی نه وروسته پاسکال (PASCAL) فرانسوی ریاضي پوه، لومړی دانشمند وو چي د حساب یو میخانیکي ماشین يې اختراع کړ؛ او دهغه نه وروسته نور پرمختللي د حساب ماشینونه جوړ سول؛ خوپه ۱۸۲۲م کال کي یوه انګرېز، چارلز بابیچ (Charles Babbage)، چي ډېری خلک یې د کمپیوټر دعلم پلار په نوم پېژني، دخپل کاره ماشین دجوړېدو دپاره بېلابیلي نظریې مطرح کړې او بیا له دې نظريو څخه ډېري ګټي واخیستل شوې.

لومړنی محاسباتي کمپيوټر دهاروارډ(Hardward) په پوهنتون کي دibmپه مالي او تخنیکي مرستو، دهارواډایکن په زیار په کال ۱۹۴۴ کي بشپړ او دکار دپاره وګټي ته وسپارل شو. دغه کمپیوټر چي دبېلابیلو تخنیکي او الکترونیکي اجزاءو څخه جوړ شوی و، کټ مټ دنن ورځي جیبي ماشین حسابونوته ورته و، چي د جمع، تفریق، ضرب، تقسیم اوداسي نورو عملیاتو د محاسبه کولو توان يي درلوده؛ خو یوازينی توپير چي یې ترمنځ و هغه داو چي نوموړي ماشین حساب ۳۰ ټنه وزن درلود.

کمپيوټر د تاريخچي سره تړاو لري Colossus وه ، دا د انګلستان د دولت او پروفيسر ماکس ناوان د يوې پټې څيړنۍ په نتيجه کې منځ ته راغی او د ١٩٤٣ عيسوي کال د ډسمبر په مياشت کې سرته ورسيد، د دويم نړيوال جګړې څخه وروسته يو ډير مهم پرمختګ بلل کيږي.

همدا وو چې کمپيوټر ورو ورو بشپړ شو او غه بڼه يا شکل يی غوره کړ چې تاسې يې نن ګورئ.اوڅو لسيزې دمخه يو څو کمپيوټرونه موجود ؤ چې ډير لوى حجم او لوړ ارزښت يې درلود او يواځې يو لږ تعداد خلکو د کمپيوټر پوهه درلوده خو د لږ وخت په تيريدو سره دکمپيوټرمختلف انواع منځ ته راغلل چې نن ورځ په دفترونو ، فابريکو ، ښوونځيو ، روغتونونو ، بانکونو ، مغازو او د ژوند په هره ساحه کې ترې استفاده کېږي.

دا هم ولولئ

ایفون

بازار ته وړاندي شوي د څلورو نویو ایفونونو بيه څو ده؟

د امریکا تکنالوژي شرکت اپل د ایفون ټیلفون نوی څلور ماډلونونه بازار ته وړاندې کړ. …